کور خود بینای مردم


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • جنت ګل ارین
  • 338

تیره اوونۍ دافغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم دیوه دولتي هیات په مشرۍ ایران ته سفر وکړ، ترڅو دنورو موضوعلتو په اړه دخبرو اترو ترڅنګ دایران او افغانستان پر پوله د تیلو دزرګونو درول شویو ټانکرونو موضوع هم ددغه هیواد له چارواکو سره یاده کړي او په دغه یخ ژمي کې دامریکا غچ له افغانانو وانه خلي، افغان حکومت تر دې دمخه هم له دیپلوماتیکو لارو دایران له حکومته غوښتي و، چې دغو درول شویو ټانکرونو ته اجازه ورکړي خو ایراني حکومت دافغان حکومت دغه پرله پسې غوښتنې هیڅ وانه وریدلې لکه چې غوښتل یې دافغان حکومت دغه غوښتنه له څو تعنو او کنایو وروسته ومني.
ځکه خو افغان حکومت مجبور شو دهیواد دوهم لوړ مقام د ولسمشر اول مرستیال دې هیواد ته ولیږي. د ایران د ولسمشر مرستیال د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستیال  سره د لیدنې په وخت کې لویدیځ هیوادونه دافغانستان په چارو کې لاس وهونکي او اشغالګر هیوادونه وبلل او دایې هم په ډاډ سره وویل چې په افغانستان کې د لویديځ ظلم د زوال په حال کې دی
دا ایرانی چارواکی وايي چې لویدیځ د ترهګري په پلمه غواړي چې افغانستان او ځينې نور اسلامي هیوادونه اشغال کړي.
خو د ولسمشر کرزي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم دایراني مرستیال ولسمشر ددغو پاروونکو او مداخله ګرانه څرګندونو ځواب ورنه کړ، ده دا ونه ویل چې دی دیوه خپلواک او سرلوړي هیواد مرستیال ولسمشر دی او دیوه خپلواک هیواد دیوه هیات په مشرۍ خپل ګاونډي هیواد ته راغلی دی څو د دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه ورسره خبرې وکړي نه دیوه ګوډاګي مرستیال ولسمشر په توګه نه دیوه اشغال شوي هیواد د دوهم مقام په توګه.ښاغلي فهیم پخپلو خبرو کې دایراني مرستیال ولسمشر خبرې تلویحآ تایید کړې او ایران یې د اسلامي هیوادونو لپاره یو امید وباله.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدضیا رحیمي له امریکا سره خپله دښمني بیا دافغانستان له لارې څرګنده کړه او دخپلو سیاسي اهدافو لپاره یې دنورو مسلمانانو په حال هم دتمساح اوښکې تویې کړې ویې ویل:« د نړۍ په هرځای کې چې جګړه او وینه توییدنه رامنځ ته کیږي مسلمانانو ته ځانګړې ده چې په یمن، پاکستان، افغانستان، کشمیر او بوسنیا هرزه ګوینیا کې اوسنۍ ستونزې د دې ادعا ښه ثبوت دی.»
راځﺉ وګورو ایران پخپلو دا ډول خبرو کې څومره ریښتنی دی ټول پوهیږي چې ایران په سیمه کې داسلامي هیوادونو په تیره دافغانستان په کورنیو چارو کې ډیره مداخله کوي.دوی نه یوازې په نورو مسلمانانو رحم نه کوي بلکې لا ستونزې ورته جوړوي.
څو کاله وړاندې دایران حکومت په ساړه ژمي کې پر افغان مهاجرینو سخت ظلمونه پیل کړل او زیات مهاجرین یې له ایرانه وایستل چې په نتیجه کې یې یو بشري ناورین رامنځ ته شو، دافغانستان ولسي جرګې دهمدې موضوع په اړه دهغه وخت دبهرنیو چارو له وزیر او دمهاجرینو دچارو له وزیر څخه دباور رایه واخیسته چې بیا وروسته دمهاجرینو چارو وزیر له کاره ګوښه او سپنتا تر پایه پر هغه څوکۍ پاته شو.په ایران کې څو کاله وړاندې په یوه څوارلس کلن افغان ماشوم جنسي تیری وشو ایراني چارواکو په دوسیه کې هغه ګرم وباله داچې عمر یې کم و، څلور کاله یې پخپل زندان کې وساته او بیا یې اعدام کړ.
دغه راز د افغانستان په کورنیو چارو کې دایران لاس وهنې له هیچا پټې نه دي دافغانستان دحکومت له مخالیفینو سره دایران مرستې هر چا ته څرګندې دي دکندهار دعملیاتو دخبرې د راولاړیدو په وخت کې د بهرنیو ځواکونو یوه مقام وویل چې کندهار ته هره ورځ ایرانۍ وسلې را لیږدول کیږي دهیواد په جنوب لویدیځ کې سیمه ایزو افغان مقاماتو څو څو ځله دایرانی وسلو دنیولو او دایران دمداخلو خبره وکړه.
څه موده وړاندې د ویکیلکس ویبپاڼې له خوا دنورو اسنادو ترڅنګ دافغانستان په کورنیو چارو کې دایران دلاس وهنې په اړه هم ډیر سندونه خپاره شول
ددغو سندونو له رسواکیدو وروسته دایراني شوونیزم څیره هم ټولو ته بربنډه شوه د ایران په اړه آن په ۲۰۰۵ کال کې له تروریستانو سره دمرستې سندونه ترلاسه شوي دي په همدغه کال ایراني مقاماتو افغاني جګړه مارو ته لس میلیونه افغانۍ په ۱۹۹۱ نمبر ټیوټا کې ولیږدولې او دغې چارې دوام درلود دغه راز دایران او افغانستان په پوله کې دافغان جګړه مارو مرکزونه جوړ شوي چې ایراني مقامات ورته پوځي روزنه ورکوي . ایران په افغانستان کې دهر سرتیري او هر افسر دوژلو پر سر تروریستانو ته پیسې ورکوي او دغه اندازه په اسنادو کې ښودل شوې ده . دایران لاس وهنه هغه څه ده چې تل دهیواد په جنوب لویدیځ کې افغان سیمه ایزو چارواکو ورته اشاره کړې خو دافغان دولت مسولینو غوږونه پرې کاڼه اچولې او کله یې هم رد کړې ده دسوله ساتو ځواکونو ځینو قوماندانانو هم کله ناکله افغانستان ته دایراني وسلو دلیږد خبره کړې خو چا ورته چندان پاملرنه نه ده کړې.
 ویل کیږي په دغو پټو اسنادو کې له دې هم پرده پورته شوې چې په ۲۰۰۷ کال کې دافغانستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر افغانستان ته دایراني وسلو او ماینونو دلیږد خبره پټه کړه ځکه هغه وخت دایران جمهور ریس احمدي نژاد افغانستان ته په یوه سفر راروان و.
دایران دمرستیال ولسمشر دغه مداخله ګرانه څرګندونې لومړۍ نه دي تر دې دمخه هم ایراني چارواکو افغانستان خپل سیال نه دی بللی او تل یې توهینونکې څرګندونې کړې دي.کومې توهینوونکې او له دیپلوماتیک عرف څخه لیرې خبرې چې دایران جمهورریس افغانستان ته دخپل سفر پر مهال وکړې هیڅ بهرني ولسمشر په بل هیواد کې نه دي کړې.
ایران نور هیوادونو چې دملګروملتونو دپریکړې له مخې یې ځواکونه په افغانستان کې دي او له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کوي اشغالګر او مداخله ګر بولي خو ځان ته یې پام نه دی چې افغانستان د دوی او نورو غرضي ګاونډیانو د مداخلو له وجې له اوسنیو کړکیچونو سره لاس او ګریوان دی. او هغه د کور خو بینای مردم افغاني متل د دوی په حالت ښه صدق کوي.
په هرصورت پردي به هرڅه وایي هر څوک دخپلو ملي ګټو او خپلو غرضونو له مخې خپلې خبرې کوي خو زموږ چارواکي که ځانونه ازاد بولي باید دایران د داسې څرګندونو مخه ونیسي او له دیپلوماتیکو لارو دافغانستان دخلکو احتجاج ورته څرګند کړي.