ویکیلیکس : استخباراتي انقلاب


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 268

د ویکیلیکس له خوا د امریکا د استخبارتي او دیپلوماتیکو ادارو د لسګونو زرو اسنادو راویستل داسې یوه تاریخي پېښه ده چې ساری نه لري او د سیاست، دیپلوماسۍ او استخباراتو په نړۍ کې به ژور بدلون راولي.
د بل له پټو رازونو ځان خبرول له نورو سره په مقابله کې د خپل ژوند د تامینولو یو اساسی شرط دی چې حتی حیواني ژوند هم ترې خلاص نه دی. حکومتونه خو پرته له استخباراتو د خپلې بقا د تامین له پاره هېڅ بله مناسبه لار نه لري. د هېوادونو تر منځ د یپلوماتیک اړیکي هم یو مخي نه دي، که له یو لوري دیپلوماتان کولای شي چې په بل هېواد کې د خپل حکومت استازي توب وکړي نو له بل لوري د کوربه هېواد په اړه د مالوماتو راټولول او خپل حکومت ته د هغوی لېږدول هم د دیپلوماتانو په وظایفو کې راځي ځکه چې هر هېواد له بل سره خپل اړیکي د خپلو منافعو په انډول عیاروي او د دغه انډول د تثبیت له پاره د مقابل لوري د ذهنیت په اړه مالومات راټولول د دیپلوماتیکو اړیکو یوه طبیعي برخه ده. هغه مالومات چې د استخباراتو مامورین یا دیپلوماتان یې راټولوي او له خپلو حکومتي مقاماتو سره یې شریکوي، ضرور نه ده چې ټول دې کره واوسي. افواهات، ګونګوسې، د یو او بل څرګندونې دا ټول د استخباراتي مالوماتو یوه برخه ده چې په کوربه هېواد کې مېشت مامورین یې خپل حکومت ته رسوي او بیا هلته، په مرکز کې، دغه مالومات له نورو سرچینو سره پرتله کېږي، کره او ناکره یې ټاکل کېږي، ځینې یې په هماغه شېبه باطلېږي، ځینې یې څه غور غواړي او ځینې بیا د سیاستونو د جوړولو له پاره په کارېږي.
اکثره هېوادونه، خپل محرم اسناد، د وخت په تېرېدو، هغه مهال چې حساسیت یې کم شي یا ختم شي، آرشیفونو ته د سپارلو پر مهال د څېړونکو د استفادې له پاره غیر محرم اعلانوي. خو له ټاکلې مودې مخکې د اسنادو افشا کېدل د هغو عملي اغیزمنتیا د نشت تر حده راټیټوی او د هغوی جانبي عوارض د مستقیم ګواښ تر حده زیاتوي.
امریکایي مامورین چې د نړۍ په تقریباً ټولو هېوادونو کې خپاره دي د خپلې وظیفې سره سم مالومات راټولوي او خپل حکومت ته یې لېږدوي. د ویکيلیکس له خوا افشا شوي اسناد، د امریکا د ادارې د کاري اسنادو په صفت، په هېڅ ډول د یوې قضیې د اثبات له پاره نه شي کارول کېدای یانې هېڅ څارنوال نه شي کولای چې دغه اسناد د ثبوت په حیث محکمې ته وړاندې کړي خو طبعاً دغه مالومات په اړوندو هېوادونو کې پوښتنې او شکونه را پورته کوي او حتی کېدای شي چې په ځینو شرایطو کې د جرمي قضایاوو د پلټڼو له پاره د لومړنیو شواهدو په توګه استعمال شي.
د مالوماتو کره او ناکره د بحث اصلي ټکی نه دی، نو ولې د ویکيليکس له خوا خپاره شوي اسناد دومره توجه جلبوي. دغه اسناد هغه واقعیتونه نه ثابتوي چې په اړه یې لیکل شوي دي مګر د امریکې کاري شریکانو ته دا ښیي چې په هغه هېواد کې د دوی په اړه غالب ذهنیت څه ډول دی یانې د دغو هېوادونو استخباراتو ته د دې امکان ورکوي چې د امریکایي چارواکو پر ذهنیتونو د رسمي مراسلاتو پر تکیه د اغیز ښندلو هڅې وکړي. له بل لوري هغه سیاست مداران چې امریکایي مامورینو سره یې د زړه خواله کړي دي دې ته متوجه کېږي چې نور نو په خلاص زړه نه شي کولای له خپلو امریکایي همکارانو سره خبرې وکړي ځکه چې د دې خطر چې دغه څرګندونې افشا شي او د دوی خپل حکومت وغواړي دغه مالومات د دوي پر ضد وکاروي اوس یو واقعیت دی.
د ویکيليکس له خوا په پراخه پیمانه د محرمو او نیمه محرمو اسنادو خپرول که نور اهمیت ولري که نه، په یوه برخه کې یو تاریخي انقلاب رامنځ ته کوي : د مالوماتي تکنالوژۍ په عصر کې که له یوې خوا د محرمو او نیمه محرمو اسنادو د تولید په برخه کې ډېروالی راځي نو له بلې خوا د دغو اسنادو ساتل هم اسانه شوي دي او د اسنادو تراکم ډېر شوی چې په نتیجه کې یې په لږه خوارۍ ګڼ سندونه په پراخه کچه کاپي کېدلای او خپرېدلای شي. که تر اوسه نړۍوالو استخباراتو خپل ټول امکانات دې ته وقف کړي وو چې څرنګه مالومات لاس ته راوړي، وروسته له دې د مالوماتو ساتل او خوندي کول هم یوه ستر ستونزه څه، چې یوه ناشونې چاره ده. له دې امله به په راتلونکې کې استخباراتي کړۍ دې ته اړې شي چې مخکې له دې چې اسناد یې په نامناسب وخت کې د غیر مسوولو کسانو له خوا افشا شي په خپله د خپلو محرمو اسنادو په ایستلو کې چټکتیا راولي یانې وروسته له دې د اوږدمهالو سیاستونو د جوړولو له پاره یا باید د استخباراتو پر میکانیزم له سره غور وشي او یا د نړۍ حکومتونه دې ته حاضر شي چې په خپلو اړیکو کې شفافیت پیدا کړي. په دواړو حالتونو کې د ويکيليکس له خوا د امریکایي اسنادو له پراخې افشاګرۍ وروسته د نړۍ استخبارات د پخوا په څېر په ډاډه زړه خپل فعالیتونه نه شي تر سره کولای او همدغه د یو تاریخي انقلاب ښه څرګندویه پدیده ده.