دمیرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیرد اته ویشتمې اونیزې غونډې رپوټ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سوله نیازۍ
  • 1045

د میرمن کلتوري ټولنیر بهیر اونیزه غونډه د شنبې په ورځ  د۱۳۸۹ کال دلیندۍ میاشتې په ۱۳ نیټه چې برابره ده د دسمبر له څلورمې ۲۰۱۰میلادی کال په یوه نیمه بجه د پوهنې وزارت په شپږم پوړ کې د ګڼ شمیر خویندو په ګډون جوړه شوه د غونډی چلونکی اغلی غزیزه افغاني د غونډی میلمه شکیلا رحمتی وه د غونډی په پیل کی په کاری مسایلو خبرې وشوې چې اغلې ساهری شریف د هغه انستیتوټ په اړه خبری وکړې چې د پښتو ژبی  شفاهی ادبیاتو په اړه خپرونی کوي داچی د میرمن بهیر له غړو څخه ځینی د دی انسټیتوټ تعلیمی برخو ته ټاکلی شوی دی خو اغلی ساهره شریف د بهیر له نورو غړو څخه هم د ګډون لپاره غوښتنه وکړه دا انستیټیوټ چی د شفاهی ادبیاتو به مرسته غواړی چی سوله مینځ ته راوړی یوازنی موخه یی همدا ده.
 د غونډی دوهمه برخه د لیکوالي کورس ته ځانګړې شوې وه ، چې تکړه لیکوال او شاعرښاغلی اجمل تورمان له خوا(د ماشوم لپاره څه ډول شعر ولیکو )په اړه ګټور او په زړه پوری معلومات وړاندی شول . دکورس په پای کې دمیرمن بهیر غړو دماشوم د ادبیاتو په اړه پوښتنې مطرح کړې چې د ښاغلي تورمان له خوا ورته ځوابونه وویل شول.
د غونډی په دریمه برخه کې د اغلې هوسۍ لنډه کیسه چی سرلیک و (د یویشتمې پیړۍ ځوان ) کره کتنی ته وړاندی شوه کیسه په مجموع کی ډیره ښه وه او د ټولو خوښه شوه په کیسه کې ډیر ښکلی پیغام و او د کیسی ټول قوانین او اصول یې پکې په نظر کی نیولی و.
د غونډی په وروستی برخه  کی مشاعره وشوه او ټولو خویندو پکی خوندورشعرونه وویل د مشاعری په لړ کی ځینو خویندو له نوروولایتونو څخه اړیکه ونیوله او د ټیلیفون له لاری یی خپل شعرونه ګډون والوته وړاندی کړل چی موسکا له خوست څخه او مریم له لوګر خدیجې د کابل له یوه کلي څخه سیلۍ د پکتیا ولایت له یوه کلي څخه خپل شعرونه وړاندی کړل .غونډه د مادزیګر په څلورو بجو د چای په څښلو سره پای ته ورسیده اوپه پای کې د قلم ټولنې اداري مسوول څیړندوی ښاغلې محمد نبی صلاحی له خوا د هغه یو نوی چاپ شوی کتاب د (پښتو ژبه )ترسرلیک لاندی یو یو ټوک  دغونډې پرګډونوالووویشل شول .
په راتلونکی اونی کی به د اغلی تورپیکۍ مومند شعر کره کتنی ته وړاندی شی چې آغلې لینا شریفي به پرې لیکلې کره کتنه اوروي او دلیکوالي دکورس په برخه کې به دهیواد تکړه شاعر، لیکوال او انځورګر ښاغلی ومان نیازی د سواره کاري هنر او د شعر او انځور ګرۍ په اړه لکچروړاندی کوي