د کرزي نوی جنګ


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 190

څه موده وړاندې ولسمشر کرزي افغانان او نړۍوال د خصوصي امنیتي کمپنیو په اړه د یوه غیر مترقبه فرمان په ناڅاپي اعلان حیران کړل. د څلورو میاشتو په ترڅ کې د ټولو خصوصي کمپنیو د فعالیت درول داسې یو اقدام دی چې د ډېر لوړ عزم تر څنګ د ګواښ او فشار د زغم ډېر عالي ظرفیت هم غواړي.

دا معلومه نه ده چې ولسمشر به د خپل تصمیم د اعلان پر مهال د مسلې ټول اړخونه په دقت سره ارزولي وي که نه، خو د ولسمشر دغه فرمان په افغانستان کې یو پېچلې حالت را منځ ته کړی دی چې نه یواځې د افغانستان حکومت یې له سترو ننګونو سره مخ کړی بلکې د نړۍوالې ټولنې له پاره هم په کې د اندېښنو پراخه ډګر پرانستی دی. په لومړي سر کې ډېری کتونکو داسې وانګېرله چې د ولسمشر دا اقدام به هم د هغه د تېرو تصمیمونو په څېر (لکه د موټرو تورې ښیښې یا د واټونو پر سر امنیتي موانع) هسې یوه خبره وي چې په دوو دریو اونیو کې به هېره شي ځکه خو نړۍوالو په ظاهره ترې ملاتړ وکړ. خو د ولسمشر پرله پسې ټینګار اوس ځینې کړۍ په دې باوري کړې دي چې ولسمشر په خپل تصمیم ولاړ دی. بهرنیو سیاسي نماینده ګیو ته چې کوم امتیاز ورکړ شو، بهرنیو مرستندویو ادارو ته یې دا هیله پیدا کړه چې ګواکې هغوی ته به هم یو څه امتیاز ورکړل شي. د باخبرو سرچینو په وینا د د غو ادارو دا هیله ورو ورو په ناهیلۍ بدلېږي.
د افغانستان پر حکومت د فشار اچولو په موخه ګڼې نړۍوالې موسسې ګواښ کوي چې که ولسمشر خپل تصمیم بدل نه کړي په افغانستان کې به خپل پراختیایي پروګرامونه ودروي. سیاسي فشارونه هم د ولسمشر په خپله وینا ډېر شدید دي.
د ولمشر پرېکړې چې کوم منافع متضرر کړي دي داسې په اسانه خپله سوبه نه پرېږدي او د ډول ډول ګواښونو، ډارونو، منفي تبلیغاتو، دسیسو او فشارونو له لارې به یې د مخنیوي یا د شنډولو هڅه وکړي. په ډېر احتمال که ولسمشر سیاسي او اقتصادي فشارونو ته ټینګ شو همدغه کمپنۍ چې د امنیت په نامه په میلیاردونو پیسې خپلوي کولای شي چې د ولسمشر د تصمیم د ناسموالي د اثبات له پاره په لوی لاس ګڼې امنیتي ستونزې هم را منځ ته کړي، د امنیتي ځواکونو وړتیا هم تر پوښتنې لاندې راولي، د حکومت اعتبار هم خراب کړي او بالاخره په داخل کې داسې یو حالت ایجاد کړي چې سمبالول یې کلک سیاسي هوډ او د حکومتي کړیو یو موټی والی غواړي.
د ولسمشر تصمیم په اصولو کې ډېر ګټور تصمیم دی. د ملي امنیتي ځواکونو وړتیاوو ته که وکتل شي د څلورمیاشتو ضرب الاجل ډېر واقعبین او منطقي نه برېښي او د خصوصي امنیتي کمپنیو زور ته هم په کمه سترګه کتل شوي دي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې په دې لوبې کې ولسمشر خپل اعتبار په خطر کې اچولی دی. که ګواښونو او فشارونو ته تسلیمېږي نو بیا د هېواد په اوسنۍ سیاسي فضا کې چې له مخالفینو سره د خبرو موضوع د حکومت د کاري اجنډا په سر کې ده، د سیاسي ځانوژنې حیثیت لري او که مقاومت کوي نو باید چې خپل اعصاب د پولادو کړي. نه یوازې دا چې د بهرنیو موسسو د پراختیایي کارونو درېدلو ته وارخطا نه شي بلکې که د دغې پرېکړې د لنډمهالې پایلې په صفت په هېواد کې د نا امنیو کچه لوړه هم شي ولسمشر باید په پوره متانت د ولس په مخ کې واقعیتونه لکه چې دي بیان کړي او د قربانیو کچه روښانه کړي.
دا ځل ولسمشر له بهرنیانو سره پسته غېږ نه ده نیولې، خو په دې مقابله کې یوازې هم نه دی. که ښاغلی کرزی ریښتیا هم په خپل ولس او د خپلو هېوادوالو پر افغاني غرور تکیه وکړي، ځان ته – د تل په څېر – له «بو» نه «ببو» جوړ نه کړي، د خپل چاپېریال تسلیم طلبه تمایل مهار کړي نو پرته له شکه چې یو ستر بری به یې په برخه شي.