په بغلان كې د چل كلا تر سرليك لاندې ګډه مشاعره وشوه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • راز محمد راز
  • 300

راز محمد راز- بغلان

د بغلان ولايت په مركزي بغلان ولسوالۍ په يوه ناارامه سيمه كې د روان كال د تلې په ۹مه، بغلاني فرهنګيانو د چل كلا په نوم مشاعره وكړه.
په دغه مشاعره كې چې د ګډونوالو شمېر يې تر سلو ډېر و، سيميزو سپين ږيرو، قومي مشرانو، ښوونكواو د همدې ولايت فرهنګيانو برخه اخيستې وه.
په ياده مشاعره كې د چونغر، كوږ چنار او بغلان ادبي بهيرونو غړو ګډون درلود، چې پكې لسګونو  شاعرانو خپل شعرونه ولوستل او په زړه پورې ترنمونه يې پكې وكړل. دغه راز څو قومي سپين ږيرو او  ديني علماو هم ويناوې وكړې.
دسيمې علماو او قومي مشرانو د خپلو ويناوو په ترڅ  كې د مشاعرې د جوړېدو ستاينه وكړه او ورسره يې د بغلان د ټولو ځوانانو او په ځانګړي ډول له فرهنګي ځوانانو سره د هراړخيزو مرستو ژمنه  وكړه.
د غونډې په پاى كې د چونغر ادبي بهير د استازو له لوري د هېواد له شمالي ولاياتو څخه خپرېدونكې لومړۍ پښتو مجلې (پرخه او پسرلى) پر ټولو برخوالو ووېشل شوې او ګډونكونكو ته يې په يادو شوو مجلو كې د همدې مشاعرې لوستل شويو شعرونو د چاپ وعده وركړه .
له دغې  مشاعرې وړاندې به له همدې سيمې څخه  فرهنګپالو ځوانانوپه مركزي بغلان كې دكوږ چنار او بغلان ادبي بهير په اونيزو مشاعرو كې ګډون كوه. داچې د بغلان ولايت د وروستيو ناامنيوله امله له څو مياشتو راهيسې د سيمې ځوانانو د يادو شوو بهيرونو په اونيزو مشاعرو كې برخه نشوه اخيستې؛ نو په بغلان كې  له  ادبي خوځښتونو سره د تلپاتې كېدو په موخه يې د چونغر او كوږ چنار ادبي بهيرونو د استازو په مشوره  چل كلا ګډه مشاعره جوړه كړه،  چې خپل فرهنګي ملګري سره راغونډ او له امنيتي ستونزو سربېره د بهيرنو په اونيزو ادبي ناستو كې له څو مياشتو ځنډ وروسته بيا ګډون پيل كړي.
 ياده دې وي، چې  يو نيم كال وړاندې هم  بغلاني فرهنګپالو د بغلان په ډنډ غوري سيمه كې  د ((بغلان كې دګډ فرهنګي يون))  په نامه  ګډه مشاعره كړې وه، چې  پكې له مزار شريف څخه د مومند بابا ادبي بهير تكړه شاعرانو او ليكوالانو هم  برخه اخيستې وه.