د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • انجنیر عبدالقادرمسعود
  • 285

په ډیر ژور خپګان اوخواشینۍ سره خبر شوم چې دمحترمې صالحه وهاب چې زموږ دهیوادیوه تکړه او پیاوړې ادبي او فرهنګي څیره ده د هغی محترم پلارالحاج محمدغوث واصل له دی فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړی .
اناالله واناالیله راجعون
زه نه یوازی چې محترم ارواښاد ته دعا کوم بلکې په دغه غمیزه کې ځان شریک  بولم ،    او دارواښادالحاج محمدغوث واصل کورنۍ او د ده محترمې لور صالحه وهاب           واصل ته جمیل صبر غواړم .
خدای پاک ده دی وبخښي اودلوی پروردګار څخه ده ته جنتونه غواړم .
روح دی ښاد وي اویاد دی یې تل ژوندې وي .


په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادرمسعود