یوه ملي روحیه پکارده


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • هلمند شېرزاد
  • 1017

ګران وطن افغانستان  چی د ډیرو مختلفو ژبو ، مليتو نو  اوتوکميزو  څخه جوړ  او همدا شان د یو اوږد او مغروره تاریخ لرونکۍ هیواد دی. اکثریت خلک یی نالوستی دی، او د لسګونو کلونو د جنګ ، غربت  له امله   غلیم هر وخت  د خپلو شخصي ګټو لپاره ددوی تر منځ  د بی اتفاقی اور ته پوکۍ ورکړی او ورکوی يي.
که دغه اوسني حالت ته په کتلو سره سړئ وړاندی فکر وکړی، نو داسی هم نه ښکاری چی دغه ټوټه ټوټه قومونه به سره یو شی. نه ورته د وخت واکداران چی څومره ښکاری اهمیت ورکوي  او یا یی جدی پام ورته کړی.

زما په اند دغه یو دوخت ډیره عمده ستونزه ده،او تر څو چې  دغه ټوټې ټوټې  قومونه سره یو ځای نشي ، اویو واحد افغانستان ته د شریک کور تر نامه لاندی په شریکه  سره کار ونکړي ، نو دغه غریب ولس به تل دغسی بدبخته وی. او هیڅ کله به هم د ځمکې څخه د پورته کیدو توانمند نشی.

موږ که کله هم په تاریخ کې لوی لاس ته راوړنی راوړي  نو هغه مو په یوه شریکه ،  اسلامی او افغانی جذبه  کې لاسته راوړي  لکه د شوروی اتحادپه مقابل کی جهاد چی دوخت  د نړئ د لویو زبر ځواک وو  . د بيلګې  په توګه د څو ۷ ميلونو درلودونکي  اسرائل دولت  په څومره سپين سترګې سره د عربو او فلسطين ملتونه زوروي او په نړی کې د هيچا پروا نه ساتي لامل هم داسرايلو يو موټی توب دی. 
 ځکه چی یو لاس او یو موټی دی. زموږ وطن لا تر اوسه د ژبنی، قومی،سمتی ، مذهبی، سیاسی او همدا شان نوروتعصبونو څخه ډک دی. او تر بل هر وخت دی ناوړه پديدو زيات زور اخستی دی او زموږ خوار ولسونه کړوي اود يووالي پر ځای بيلوالي او جلا والي ته کښ کوي .

زه خپلی خبری په خپل یو شعر سره رالنډوم :


يونشی

تر څو چی مو لښکرئ او سالار سره يو نشي
ترڅو چی مو دا رنګارنګ  شعار سره يو نشي

وي لار به رانه ورکـــــــه  مـــــــــــــنزل ته د ورتللو
تر څـــــــــــــــو لکه د زاڼو مو قطار سره يو نشې

خود وو به د اغيارو د ظالـــــــــــــمئ چړي لاندی
تر څو چی می پنجشير او کندهار سره يو نشې

هيڅ ځای به مو ونه نيسي خروار عـــــــــــبادتونه
تر څو چې مو عمل د خــــولی ګفتار سره يو نشې

تر څو چې په جرګو ورسره کښی نه نو په پــــــوله
زما د لوړو غرو خـــــــــــــــلک به ښار سره یو نشې

قطار قطار به اوځــــــې جنازی زمونږ له کــــــــــوره
تر څو لـــــــــويه پکتيا بادغیس تخار سره يو نشې

تر څو چې مو په زړونو کی یــــــــو بل سره کینه وي
زمــــــا خړه پګړئ به برګ چـــــــــــلتار سره یو نشې

هلمنده چې په خپلو کـــــې یو بل سره جــــــــوړ نشو
د بل په مــــــــــــشورو به دا دربار سره جــــــــوړ نشې

هلمند شېرزاد
مالمو سویډن