د مطلب یاري


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 343

د میزان په لسمه ولسمشر کرزي د افغانستان د امنیتي ځواکونو لوړپوړو افسرانو ته وویل چې نړۍوال افغانستان ته د افغانانو د ګټو د ساتلو له پاره نه دي راغلي. د ولسمشر کرزي دغه وینا نه یوازې دا چې د هغه له لوري یو ستر تاریخي کشف نه و، دا یې لومړی ځل هم نه و چې ورته خبرې یې کولې. د افغانستان د سیاست د شننونکو او لوبغاړو غبرګون هم د تمی خلاف نه و: یو شمېر مخالفین یو ځل بیا له دې وېرې چې ګواکې د ولسمشر په خبرو به بهرنیان خوابدي شي او له افغانستانه به پښې سپکې کړي په ویر اخته دي او ولسمشر په بې مسوولیتۍ تورنوي او یو شمېر نور بیا دې ته ګوته په غاښ دي چې ولسمشر ولې داسې څرګندونې وکړې. دا د ویر او هېښتیا لوبه هم د افغانستان په سیاسي لوبغالي کې څه نوې خبره نه ده.
د ولسمشر دا خبره د کاڼي کرښه ده چې بهرنیان افغانستان ته نه د افغانانو په بلنه او نه د افغانانو د ګټو د خوندي کولو له پاره راغلي دي. په یوه خاصه زماني مقطع کې د هغوی د خپلو ګټو غوښتنه دا وه چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو له پاره ځان ته یو قانوني لاسوند پیدا کړي او بیا دلته د غبرګو برجونو د قربانیانو غچ له افغانانو واخلي. اوس هم که د هغوی خپلې ګټې په دې کې وي چې افغانستان دې یو ځل بیا «د الله ایلې ته» پرېږدي یوه شېبه ځنډ به هم په کې و نه کړي. په اوسني حالت کې ، تر یو وخته، د افغانانو ګټه هم په دې کې ده چې باید له دغه فرصت څخه پر ځای استفاده وکړي او که شرایط بدل شي له دغه میدانه تش لاس و نه وځي.
د ولسمشر به خبرو کې د «خو» ټکی دا دی چې هغه په تېره کې هم په وارو وارو داسې څرګندونې کړې دي. د افغانستان د تېرو څو کلونو سیاستونو دا څرګنده کړې چې کله چې ولسمشر دغه ډول احساساتي څرګندونې کوي هېڅکله یې موخه د عوامو غولول او د عامو خلکو پر احساساتو سیاسي سوداګري نه وي. پر هغه مهال چې دی دا ډول ویناوي کوي په ریښتیا هم پر خپلو خبرو د زړه له کومي باور لري. له بده مرغه، کله چې بېرته د ارګ تر لوړو کلاګانو پنا شي، له ځان سره یواځې شي یا له خپلو مشاورینو سره په خلوت کې کېني نو بیا یې فکر بدل شي : څه چې د غم ځپلو وطنوالو په حضور کې په غریو نیولي غږ د اوښکو له څپو سره بیانوي، کله چې له غربي چارواکو سره مخ شي هغه ټول بیا هېروي او په هماغومره رقیقو احساساتو د بهرنیانو د مرستې ستاینه کوي او د هغوی د هر سرتېري د مړینې پر مهال افغان ولس ترقیامته د هغوی پوروړی بولي.
که دا واقعیت و منو، او له منلو یې چاره هم نه لرو، چې بهرنیان چې دلته جنګېږي د خپلو ګټو د ساتلو له پاره جنګېږي نو بیا باید دا حقیقت په زغرده بیان کړو چې د هغوی قرباني هم د خپلو ګټو او خپلو خلکو له پاره ده. په اوسني تاریخي پړاو کې د افغانانو او غربیانو ګټې تر یو بریده هم لورې دي نو افغانان باید د زړه له تله د نړۍوالو په مرسته خوښ و اوسي او د غیر نظامي مرستو په هکله خپلو نړۍوالو دوستانو ته کورودانی هم ووایي. خو له بل لوري باید افغانان خپل غرور تر دې حده تر پښو لاندې هم نه کړي چې ځان د بهرنیانو د احسان پوروړی وبولي.
د افغانستان ولس له خپل ولسمشر او له خپلو دولتي چارواکیو څخه دا غوښتلای شي چې پر هر دریځ چې درېږي، په هر مناسبت چې د خبرو لړۍ پرانیزي د افغانانو دا احساس چې د بهرنیانو مرستو ته هرکلی وایي خو ځان په هېڅ ډول د هغوی پوروړی نه شي بللای په زغرده د نړۍوالو تر غوږونو ورسوي.
څو میاشتې وړاندې ولسمشر کرزي، امریکا ته تر تلو مخکې همدغسې زړه ورې څرګندونې وکړې، ان تر دې چې په امریکا کې غږونه پورته شول چې هغه هېواد ته د افغاني هیأت د تللو اصل یې تر پوښتنو لاندې راووست او د سپکو سپکه خو یې لا دا وه چې د امریکا جمهور رییس دې ته اړ شو چې خپلو وزیرانو ته هدایت ورکړي چې له افغاني پلاوي سره له ادبه ډک چلن وکړي. افغانانو دا تمه درلوده، او دا یې حق هم و، چې د دوی ولسمشر به په واشنګټن کې هم هماغومره په ډاډ سره د خپل ولس اندېښنې نړۍوالو ته ورسوي خو له بده مرغه هلته ښاغلي کرزي ځان مېلمه و باله او د کوربه سپکه یې و نه ویله. د کابل په کنفرانس کې بیا یوه مناسبه موقع پیدا شوه چې افغانستان نړۍوالو ته ووایي چې که د دې هېواد د راتلونکې په اړه طرحې او ستراتیژۍ جوړېږي باید د افغانانو په خوښه وي. دلته هم د افغانستان ولسمشر لازمه و نه بلله چې مېلمنو ته ترخه وینا وکړي. زموږ مشران دا جرأت هم نه لري چې لکه د ایراني ولسمشر، ښاغلي احمدي نژاد، په څېر ځای او بې ځایه لګیا وي څه چې په خوله ورځي هغه وایي. دغه نزاکتونه د دې باعث کېږي چې د افغانستان ولسمشر، د تړلو دروازو تر شا، د خپل ولس د ځینو بختورو کسانو په وړاندې پر بهرنیانو خپل زړه تش کړي.
که ولسمشر غواړي چې د ولس باور وساتي یا کم له کمه ځان د ولس په سترګو کې بې قدره نه کړي نو باید چې یا په عام محضر کې د احساساتو ښکار نه شي، ځای او بې ځایه اوښکې توی نه کړي، د زړه درد په زړه تېرکړي او «سرکاري خبرې» وکړي او یا که واقعاً د خپل ولس د دردونو ترجماني کول غواړي نو بیا پر هر منبر، پر هر دریځ خپله خبره پوره وکړي او سپینه یې وکړي.
د دنیا یاري تر مطلبه پورې ده. افغانانو ته دا ښېرا نه ده شوې چې له هر چا سره به بې مطلبه یاري کوي او ځان به په نورو خوري. د افغانستان مشران دلته له یو تاریخي رسالت سره مخ دي چې که څه کول یې په وس کې نه وي، خپل د څه ویلو حق خو دې سم وکاروي.