د طالبانو د راتګ شپه


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 273

زموږ پوهنتون ( دعوت او جهاد ) تازه د ننګرهار له فارمونو څخه د کابل علوم اجتماعي ته راغلى و. په هغه شپه د پوهنتون مخې ته محاربوي ټانګان لکه وږي پړانګان غړمبېدل . کله به يې ميلې مخامخ غره ته ونيولې کله به ځاى پرځاى راتاو شول او شاوخوا ځمکه به يې ولړزوله .
ټوله شپه مو د هغو سروګوليو ننداره کوله چې د مخامخ غرونو پر سر تلې راتلې .
يوه ويره خپره و ، د پوهنتون مخې ته په روسي جيپانو کې پکولونه پر سر او برګ دسمالونه په غاړو کې پراته وسلوال ورخطا- ورخطا، تل را تلل .
ډله وسلوال کسان به راغلل ، تر زنګانه به يې پرتوګونو بډ وهلي و ، له هر ګام سره به يې دوړې بادولې ،
ماشيندارې به يې پر اوږو وې ، د چا له ملا به د مرميو شريدونه راتاو وو او چا به د راکټ مرمۍ پر اوګه کړې وې .
دغه ننداره له څو ورځو راهيسې روانه وه .
په هغه شپه ټول محصلين ورخطا ول ، يو پلاوى مو پغمان ته ولېږه چې د پوهنتون له مشر استاد سياف سره وګوري او مشوره ترې واخلي . هيئت مازيګر قضا بېرته راغى ، استاد ورته ويلي و چې له طالبانو ويره نشته او که شاوخوا کسان په پوهنتون را وخيژي د هغوى د مخنيوي لپاره قوماندان طوفان شته .
مازيګر قضا د پوهنتون دروازې مخې ته لاړو ، قوماندان په يوه اوسپنيزه څوکۍ ناست و ، مخامخ کولنګي چرګانو ته يې کتلې ، له چرګانو وړاندې يو لم داره پسه په شنو وښو کې څرېده .
موږ ورته وويل : قوماندان صاحب ستا نفر کم دي ، که د بلاک پر سر يو ميل کلاشنکوف راکړې موږ خپله امنيت ساتو .
هغه مخ را وا ړو او په ډاډه غږ يې وويل : برادرت تا اخر قطره خون حاضر است از شما دفاع کند !
دې خبرې لږ ډاډه کړو ، خو خوب له سترګو کډه کړې وه .
ويره خيالي نه وه ، دا د افشارو سيمه وه ، زموږ پوهنتون کې پخوا د وسلوالو مرکزونه وو . موږ دوه خوړنځي لرل چې نيم محصلين به يوه او نيم بل ته تلل .
هغه غرمه ، په لومړنۍ طعام خانې بيروبار و ، ملګري ته مې ويل راځه دا بلې ته لاړ شو ،هغه په سترګو لاس کېښود او کيناست ، يوې لړزا واخست.
ما ويل که ضعف پرې راغى ، نږدې سطل ته مې لاس کړ چې څنګه مې راپورته کاوه ، هغه راجګ شو:
همدومره يې وويل : هلته مې مه بيايه !
چې څنګه له ماسپښين لمانځه خلاص شو ، له لاسه يې ونيولم ، طعام خانې ته نږدې يوه تهکاو( زيرزميني ) ته يې بوتلم ، پر ديوالونو يې څو ځايه د سرو پنجو خاپونه و، لږ اخوا د يوې ميرمنې کالي پراته وو ، ملګري مې نور شيان هم راښودل خو زه په منډه وتلى وم او باندې ولاړې ونې نه مې لاسونه راتاو کړي و.
سهار وختي له بلاکه ووتم ، چې څنګه د پوهنتون دروازې ته ورسېدم ، د ترانو غږونه مې واورېدل او بيا لږ وروسته يوه تور رنګه ډاټسن ښکاره شوه . سپين بيرغ پرې رپېده او مخ په ښار روانه وه .
قوماندان طوفان لکه توپان الوتى و ، د پوستې خالي څوکۍ پرتې وې . پر دروازه د استاد رباني او احمد شاه مسعود عکسونه سرچپه شوي وو .
نور محصلين مې خبر کړل ټول ووتو ، يو ډنګر طالب مو مخې ته راغى ، راکټ او کلاشنکوف دواړه ورسره و .
هغه ډېر وږى او ستړى و ، يوه سترګه يې په جګړه کې له لاسه ورکړې وه ، يوه نږدې کورنه ورته د چايو ترموز او ډوډۍ راوړل شوه او د سړک په غاړه يې په مزه – مزه خوړله .
حيران پاتې وو ، حيرانتيا خو مو هغه وخت زياته شوه چې خبر شو طالبانو ډاکټر نجيب د ملګرو ملتونو له دفتره راويستلى دى .
د هغه پلويان خوشحاله ول ، ويل يې : دادى بيا زموږ حکومت راغى او ډاکټرصاحب ته واک سپارل کېږي ، رښتيا، هغه مهال داخبره په موږ چې له جهادي ډلو سره مو اړيکې وې ، ډېره بده لګيده .
لږ وروسته خبر شو چې ډاکټر صاحب يې د ارګ پرڅوکۍ نه دى کينولى ، بلکې د اريانا په څلور لاري کې يې ځړولى دى .
ډله محصلان له طالبانو سره يوځاى شوو او بيا مو مخ په ښار حرکت وکړ ، چې کله د پوليتخنيک پوهنتون مخې ته ورسېدو، ګڼ شمېر خلک او دوکانداران له ګلونو او شيرينيو سره ولاړ وو او په طالبانو يې شيندلې .
نور د ډزو غږونه غلي شوي وو ، يو – يو موټر چې سپين بيرغ به پرې رپېده، په سړکونو ګرځيده .
اريانا چهار راهي ته ورسېدو ، دوه جسدونه ځوړند و او شاوخوا ورته په سلګونو خلک راټول وو ، جسدونه تک ژيړ او وچ کلک ښکاريدل ، داسې فکر مې کاوه چې دا پلاستيکي دي او طالبان په دې کار غواړي خلکو کې ويره خپره کړي، خو داسې نه وه .
ستړى ستومانه بېرته راغلم او په بهارستان کې د يوه خپلوان کورته ور ننوتم ، يوه سړه تبه راباندې راغله او په کمپله کې تاوشوم .
زه د طالبانو په ټوله دوره کې کابل ښار کې وم ، او چې کله به د دوى له ډاټسونو څخه چې امربالمعروف به پرې ليکل شوي و ، ځوانان تښتېدل ماته به د هغوى د راتګ لومړى ورځ په ياد شوه چې څنګه خلکو په باغ بالا کې پرې ګلونه او شيريني شيندله!!