دجګړې ورکه کړۍ به څوک پیدا کوي؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • روښان زرمتی
  • 1096

په دې وروستیو کې دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوري ریاست دملي امنیت سلاکار ښاغي ډاکټر رنګین دادفر سپنتا (دناپایه جګړې ورکه کړۍ) تر سرلیک لاندې په زړه پورې مقاله خپره کړه ښاغلي سپنتا په خپله مقاله کې دتروریزم پر ضد دقربانیو دستایلو ترڅنګ په هغه څه نیوکه کوي چې اوس په هیواد کې روان دي دی لیکي (( په ساختماني قراردادونو کې نه شفافیت ، دمشکوکو امنیتي خصوصي شرکتونو شتون،چې دامنیت دخصوصي کولو او بې امنیتي سبب ګرځي یا هم د افغانستان دولت له مقاماتو سره دځانګړو روابطو ساتنه او ترجیحات دا ټول زموږ او زموږ دمتحدانو جدي ستونزې دي او یا هم فساد او دقدرت مافیایي شبکې او ددوی ارتباطات په دولت کې دپایدار ضعف سبب کیږي او دقانون دحاکمیت تحقق له سترو خنډونو سره مخامخوي ...)) ښاغلی سپنتا له فساد او بې قانوني سره مبارزه ښه حکومت داري او دمشروع دولت جوړول په دې لاره کې اساسي غوښتنې او شروط ګڼي . دی پخپله لیکنه کې د تروریزم پر ضد دیوې واحدې ستراتیژي نشتوالي ته اشاره کوي او هغه په دې لاره کې یوه تشه بولي ددې ترڅنګ د بهرنیو هیوادونو او په عمده ډول زموږ دیوه ګاونډي پاکستان لاس وهنو ته اشاره کوي خو دنورو نوم په څرګند ډول نه اخلي.
له نیکه مرغه ده دا هم نه دي هیر کړي چې دی دافغانستان ددولت دموضعګیریو شاهد او یو له عاملانو څخه واو بیا اعتراف کوي لیکي((دافغانستان او نړۍ خلک له دې بې پایه جګړې چې ورځ تر بلې د دوست او دښمن ترمنځ برید مغشوشوي ډیر تنګ شوي دي موږ دافغانستان سیاسي مسولان باید په دې خبره اعتراف وکړوچې نه شو کولای دافغانستان خلک دداسې یوې جګړې لپاره چې ریښې، ځالې او پناځایونه یې بل ځای او جنګ یې بل ځای دی سره راټول کړو...)) او بیا په پای کې وایي (( موږ او زموږ متحدان خپل خلک د رڼو اوبو پر ځای دسراب خواته بیایومتجاوز یوازې په یوه ژبه پوهیږي چې هغه دقدرت ژبه ده)) ښاغلی سپنتا دخپلې لیکنې په ترڅ کې دا هم روښانوي چې پاکستان چې په خوله دتروریزم پرضد مبارزه کې ځان دنړیوالې ټولنې یو متحد ګڼي او له دې لارې په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي خو په عمل کې دافغان دولت له مخالیفینو او تروریستانو سره مرسته کوي او اوس عملآ د دطالبانو ، حقانې د ډلې دګلبدین حکمتیار دحزب اسلامي او دکوټې  دتروریستي ډلې کوربه توب په غاړه لري، نوموړی له نړیوالې ټولنې څخه غواړي په پاکستان جدي زور واچوي او له تروریزم سره په مبارزه کې ددغه هیواد دوه مخي سیاست ته دپای ټکی کیږدي.پاکستان دتل په شان دغه ادعاوې رد کړې او یوځل بیا یې له تروریزم سره په مبارزه کې ژمنه وکړه.
دافغانستان په کورنیو چارو کې دپاکستان لاس وهنه او له ترهګرو سره دهغه هیواد مرسته دلمر په شان روښانه ده او هیڅوک ترې انکار نه شي کولای خو دپاکستان ترڅنګ ایران هم هغه هیواد دی چې دافغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه کوي او دافغان دولت دمخالفینو په روزلو او هیواد ته دورانکاریو لپاره دراستولو په برخه کې ډیره زیاته ونډه لري خو زموږ دولتي چارواکي هر وخت ددې خبرې ترڅنګ تیریږي او آن څه موده دمخه دهیواد په سهیل لویدیځ کې دیوې نړیوالې راډیو خبریال راته وویل چې په دغو ولایتونو کې ټول ورانکاري فعالیتونه دایران په لمسون ترسره کیږي خو په دغو ولایتونو کې یې سیمه ایز چارواکي نوم نه شي اخیستلی ځکه دوی ته دا دستور ورکړل شوی چې دایران نوم وانه خلي. دښاغلي سپنتا په مقاله کې هم دایران مداخلې ته چې د ویکي لیکس له خوا په افشا شویو اسنادو کې ډیر راغلي دي اشاره نه ده شوې.
بله خبره داچې زموږ دولتي چارواکي تل په هغو کارونو چې ددوی دنده ده نور ملامتوي او په اصطلاح دخپل بام واوري دنورو پر بامونو اچوي ښاغلی سپنتا دهیواد دملي امنیت سلاکار دی لومړی داچې باید په زغرده له هغو لاس وهنو څخه پرده پورته کړي چې پاکستان او ایران یې زموږ دهیواد په کورنیو چارو کې کوي او دمخنیوي لارې چارې یې هم په ګوته کړي بل داچې هغه ستونزې چې په دولت کې دننه موجودې دي او له امله یې جګړه زموږ په هیواد کې اوږدیږي او له ترهګرۍ سره مبارزه زیانمنولای شي باید پخپله دهمدوی له خوا اصلاح شي ، اخیر ددغه ناپایه جنګ ورکه کړۍ چې ډاکټر صاحب سپنتا او د دولت نور مهم چارواکي پیدا نه کړي نو څوک به یې پیدا کوي، داکړۍ چیرې ده؟ ولې داکړۍ ورکه ده؟ ولې زموږ دولتي چارواکي هم زموږ دعادي خلکو په څیر په اصطلاح سر درګمه دي؟ آیا دا ددوی دنده نه ده چې دناپایه جنګ ورکه کړۍ پیدا کړي؟ او ددغه جنګ پای معلوم کړي.
وایي یو وخت چې په پخواني شوروي اتحاد کې کورنۍ جګړه وه خلک زموږ غوندې له جګړو ډیر ستړي شوي و، لکه موږ دوی هم نه پوهیدل چې دا لعنتي جنګ به څه وخت پای ته رسیږي له دوی څخه هم دجنګ کړۍ ورکه وه.ویل کیږي چې یوه ورځ خلکو دستالین له ډریور څخه هیله وکړه چې کومه ورځ ستالین خوشحاله وي ورڅخه پوښتنه وکړي چې دا جنګ به څه وخت پای ته رسي؟ دستالین دموټر چلونکی موقع ته منتظر و، یوه ورځ چې ستالین ډیر خوښ و، چلونکي یې ترې پوښتنه وکړه چې دا جنګ به څه وخت پای ته رسيږي؟ وایي ستالین ورته وخندل ویې ویل: عجیب تصادف همدا اوس دا پوښتنه زما په خوله وه چې له تاوپوښتم چې دا جنګ به څه وخت پای ته رسي؟
زموږ په چارواکو هم دغه کانه شوې له ټولو دناپایه جنګ کړۍ ورکه ده.خو دا کړۍ باید پیدا شي او زموږ دمنتخب حکومت مسولین باید دا ورکه کړۍ پیدا کړي.