تک سپین


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد زرین انځور
  • 325

 هېڅ باور مې نه راځي پر خپل ګومان سکمن کېږم، له ځانه سره فکر کوم.

ـ نه نه ، داسې هېڅکله نه شي کېدی.

لکه خوب چې وینم. بیا هم شکمن کېږم. په ذهن کې مې د شکونو یوه لړۍ ځي او بله راځي.

ـ ایا هم هغه دی؟

ـ هو .... نو بل څوک کېدی شي !

ـ نه نه ، ده خو هېڅکله داډول جامې نه وې اغوستې.

ـ خامخا هم هغه دی . زما سترګې نو دومره لویه غلطي نه شي کولای.

ـ مګر دا څنګه ممکنه ده؟

ـ اخر، دغه د نن او پرون خبره ده، همدغه پرون مې ولید، نوپه دغه یوه ورځ کې خویې نه غلطوم.

ـ خو پرون، دی دایې نه و، په دغه یوه ورځ کې دومره لوی بدلون؟ دا بېخي نا ممګنه ده، که په سړي کې هر څومره ستر بدلون هم راشي، دنن اوپرون په دغه لنډ واټن کې دومره زیات نه شي بدلېدی.

ـ مګر سړی څخ ووایي؟ زمانه بل ډول شوې ده، اوس هر ځه ممکن کېدی شي او بیا دلته؟ دلته هر څه کېدای شي ، سړی له ځانه هر څه جوړولای شي.

لږ څه نور هم رانږدې کېږي. د زړه دزړه درزامې نوره هم زیاتېږي، که رښتیا ووایم، ډارېږم. دشک پر بهیر، دباور بهیر مخکې کېږي، خولا بېخي باوري نه یم، لا په خپلو سترګو مې شک بېخي له منځه نه دی تللی.

له خپلو سترګو عینکې لرې کوم او سترګې مښم. سترګۍ بېرته په سترګو کو. لکه یو ځل بیا چې خوب وینم.

ـ بل هیڅوک نه شي کېدی.

ـ کېدای شي ،ځمکه چې ... ځکه چې ....

ـ خود ځکه چې ... لپاره مې بل چندانې پوخ دلیل پیدانه کړای شو.

ـ نو که دی وي، بیا؟

یو ځل بیا ډارېږم. دزړه درزامې نوره هم زیاتېږي. پښې مې ستېږي.

داسې روان یم، لکه چې نه یم روان. اصلا نه پوهیږم چې روان یم، که ولاړیم، خو ماته ځان روان ښکاري، کله کله داسې فکر وکړم، خو هغه دادی را روان دی. مخامخ زما پر لور راروان دی، بیا شکي کېږم.

ـ که هغه وي ، نو دلته څه کوياو بیا په دغه ډول جامو کې څنګه ګرځي؟

د خپل شک لپاره یو بل دلیل هم پیدا کوم.

ـ او کومې دي، هغه چړې یې څه شوې ، هغه چې له کمربنده یې راځوړندې وې، رنګ رنګ ځلاوې یې کولې... سرې او سپینې چړې ... خو هغه نور هم رانږدې کېږي. یو ځل بیا باوري کېږم.

ـ خپله دی، هم هغه دی.

ـ او چړې ....؟

ـ مګرنوي کالي یې ډېر لوی راته ښکاري.

ـ ډېر لوی او داسې تک سپین لکه هغه سپینې چړې.

یو ځل بیا ورته ښه ځیر کېږم، بیا یو څه شک کوم.

ـ جامو به یې څېرې ته داسې بدلون څنګه ورکړی وي!؟

خو نور د شک ځای نه راپاتې کېږي. هغه زما خواته خپل ګامونه ګړندي کوي.

دادی منډې ته نور زور هم ورکوم، خو هغه مې نه پرېږدي. له منډې سره، د هغه تر سپینو جامو لاندې دبې شمېره چړو غمجن غږ اورم، ځان ته مې قهر کېږي.

ـ ولې دې مخکې منډه نه وهله ؟ بې ځایه شکونو لکه چې اخر ګوتو ته وروستې. له لیدلو سره سم دې باید منډه کړې وای. سپينو جامو یې  دومومره وغولولې، قصاب، قصاب دی، که سور وي، که سپین. تاباید مخکې دا فکر کړې وای

او ځان ته مې قهر نور هم زیاتېږي. په پښو کې مې د نورې منډې توان لکه چې نه شته، خو ځغلم، هغه راپسې راځغلي... دادی رانږدې شو.... دادی...

زما له سترګو سترګۍ لوېږي، او زه نوره لارنه وینم.

ثور ، ۱۲۷۱ هـ  ش

پېښور