د غزني درغلګر وکيلان خپلو موخو ته ونه رسېدل


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • د غزني اولس
  • 279

د غزني د دردمن اولس له خوا
غزني ولایت د هېواد د یو شمېر نورو هغو ولايتونو له جملې څخه دی چې د تېرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال د څینو زورواکو کاندیدانو له خوا پکې پراخې درغلۍ وشوې، دغه کاندیدان چې ډېری یې د تېرې ولسي جرګې غړي له دې امله یې درغليو ته مخه کړه چې په تېرو پنځو کلونو کې یې په غزني د خلکو په منځ خپل اعتبار بایللی وو.
له غزني څخه ولسي جرګې ته ځینو کاندیدانو په ځانګړې تو ګه د تېرې ولسي جرګې غړو د یادو شویو انتخاباتو پر مهال پراخو درغلیو ته تیاری نیولی وو، چې ځینو يې ډېرې په پراخه کچه درغلۍ هم وکړې، خو تر ډېره پوري خپلو موخو ته ونه رسېدل. ځکه کومو ليري پرتو ولسوالیو ته چې دغو کاندیدانو خپل استازي له زرګونو کارتونو سره د درغلیو لپاره لېږلي وو په دې ونه توانېدل چې هلته درغلۍ وکړي ځکه د غزني په ډېرو ليري پرتو سیمو کې د ناامنیو او نورو لاملونو له امله هیڅ رایه نه ده لوېدلې چې د ساري په توګه د اندړو، رشیدانو، رنخان، او آب بند ولسوالۍ یادولی شو.
خو هغه سیمې چې پکې په ازده توګه انتخابات ترسره شول د غزني مېړني اولس خپلو رښتینو مشرانو ته رایې ورکړې، له هغه جملې څخه د غزني ولايت هغه پښتون مېشتې سیمې یادولی شو چې د هغه په پایله کې د غزني د پښتنو او دري ژبو (تاجکو) کاندیدانو له جملې څخه تر ټولو ډېرې رايې له غزني څخه ولسي جرګې ته مخکښ کاندید حاجي فیضان الله فیضان اخیستي دي.
حاجي فیضان الله فیضان چې په غزني کې د تکړه مجاهد او رښتيني قومي مشر په توګه پېژندل شوی دی، د غزني د والي په توګه یې دنده ترسره کړېده او په غزني کې یو مخکښ قومي مشر پاتې شوی دی، هغه خپل ټول ژوند په غزني کې د غزني د خلکو په خدمت کې تېر کړی دی، دغو ټولو خبرو ته په کتلو سره ویل کېږي چې ښاغلی فیضان په غزني کې په ټولو مېشتنو قومونو کې ډېر ښه محبوبیت لري، او همدا لامل دی چې په یادو کاندیدانو کې یې تر ټولو لوړه رایه خپله کړې ده.
خو هغه درغلګر کاندیدان چې په خپل قوم او اولس یې تکیه ونکړه او د دغه دردمن اولس رايې ته يې په سپکه سترګه وکتل وینو چې د رایو فیصدي يې ډېره ډېره ټیټه ده، ځکه هغه سیمې چې نوموړو کاندیدانو پکې د درغلیو پلا ن درلود په هغو سیمو کې هیڅ انتخابات ونشول، او یا هغه سیمې چې دغو کاندیدانو پکې درغلۍ وکړې او صندوقونه یې په خپلو رايو ډک کړل هغه د انتخاباتو د کمیسیون له خوا یا خو قرنطین شوي او یا هم د قرنطین کېدو په حال کې دي.
په غزني کې تر ټولو زیاته درغلي او تقلب د ولسي جرګې ته د کاندید او د تېرې ولسي جرګې د غړي نیازمحمد اميري له خوا شوې ده، چې یوځاي یې د ده یک ولسوالي په کندر کلي کې چیرته چې د ده خپل کور دی د رایو صندوقونه خپل کور ته وړي وو او له هغه ځاي څخه يې له خپلو رایو ډک را وایستل، او بل ځای یې مقر ولسوالي ته د غزني د والي له لارې خپل د تره زوی او د ده یک ولسوال حاجي فضل احمد د سربرست ولسوال په توګه ولېږه او هغه په مقر کې یې د ده (اميري) په رایو صندوقونه ډک کړل، چې د انتخاباتو د کمیسیون د مالوماتو له مخې د د غو دواړو مرکزونو پر رایو هم څېړنه کېږي او تر پايلې وروسته به ډېر ژر پرېکړه پرې وشي.
بل درغلګر کاندید او د ولسي جرګې غړی سید حسام الدین ګیلاني (محمود آغا) دی چې د غزني په ګيرو ولسوالي کې يې د پراخ تقلب هڅه وکړه، دغه کاندید په دې ولسوالي کې ۱۸۰۰۰ رایې په خپله ګټه وکارولې، کله چې یې د انتخاباتو کمیسیون سیمه ایزو کارکونکو مخالفت وکړ نو په خپلو وسله والو کسانو یې دغه کارکونکي سخت وډبول او آن ویل کطږي چې د ده د کسانو له خوا د ګيرو ولسوال هم وهل او ډبول شوی دی، خو نن د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د ده دغه تقلبې صندوقونه او رايې قرنطین شوې، او داسي ګنګوسې هم دي چې محمود آغا د خپل کړي عمل له وجهې د امنیتي ارګانونو له خوا نیول شوی دی او اوس تر نظارت لاندې دی.
داوود سلطانزوی او جبار شلکری هغه دوه کاندیدان دي چې د اندړو، اجرستان او زنخان په ولسوالیو کې يې د پراخو درغلیو لپاره تابیا نېولې وه دا چې په اندړو او زنخان کې انتخابات ترسره نشول نو ډېره هڅه يې وکړه چې خپلې ټولې رايې په اجرستان کې پوره کړي، او په اجرستان کې یې د هغه ولسوالي د ولسوال او امنیه قومندان په مرسته د غزني د یوه تکړه کاندید فیضان الله فیضان دوه تنه انتخاباتي ناظرین وهلي او ډبولي دي، له هغه ولسوالي څخه یې شړلي دي او هم یې په مرګ ګواښلي دي، یاده دې وي چې جبار شلګري او سلطانزوی د پنڅه کاله مخکې انتخاباتو کې هم ځانونه په درغلیو ولسي جرګې ته رسولي وو.
همدارنګه خیال محمد حسیني، فاطمه مشتاق، او حکیم دلیلي هغه کاندیدان دي چې په دغو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو او تقلب هڅه کړې وه خو د پورتنیو لاملونو له وجهې ونه توانېدل چې د غزني د خلکو له رايو سره لوبې وکړې.
د غزني دردمن اولس د انتخاباتو د کمیسیون له مشرتابه څخه هیله لري چې د هغو رايو او صندوقونو کلکه پلټنه دې وکړي چې پورتنیو کاندیدانو پکې درغلۍ کړې او زموږ غوښتنه ده چې د اجرستان او ده یک ولسوالي د کندر انتخاباتي مرکز صندوقونه دې ژر تر ژره قرنطين شي.
همدارنګه له امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړو چې له درغلګرو کاندیدانو او وکیلانو سره قانوني عمل وکړي او دوی ته د دوی د دغو درغلیو او جعل کاریو جزا ورکړل شي.
 
په ډېر درنښت
د غزني د دردمن اولس له خوا