سودا


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • صدیق الله بدر
  • 305

هغه د غرفې مخې ته ودرېد، د خپلې خوښې  مجله يې د نورو مجلو له منځه راپورته کړه. د مجلې په وروستيو پاڼو کې يې خپله پاڼه واړوله. دم شېبه کې خولې پرې راماتې شوې، سوړ اسوېلی يې وکېښ، مجله يې په زوره د نورو مجلو پر سر ګوزار کړه، ورو يې وويل: ((دروغ ده!))
هغه همداسې پريشانه زما له غرفې نه لرې شو. پريشانۍ پسې واخيستم، وې مې هسې نه چې بيا رانه شي.
   د ده سودا مې نيكمرغه بلله. د هرې اوونۍ لومړۍ سودا ده كوله. د شنبې په سهار، چې به مې څنګه غرفه پرانيستله، دى به راپيدا شو  او د پرتو مجلو په منځ کې به يې خپله مجله پيدا کړه، د خپلې خوښې پاڼه به يې راواړوله، ژر ژر به يې ولوستله، لکه چې ليکل شوې کرښې خوند وركوي، موسک به شو. د كرتۍ له جيبه به يې پيسې را وايستلې او مجله به يې د بايسكل په كنجوغه كې كېښوده.
ما ته په تېرو پنځو شپږو کلونو کې دا معلومه شوې وه، چې هغه کومه پاڼه او کومې کرښې لولي. مجله مې راواخيسته، د اوونۍ د فال پاڼه مې راواړوله، ومې لوسته: ((د مرغومي مياشت: له چا سره، چې مينه لرې، په دې وروستيو کې ستا په نسبت بې علاقې شوې ده.))
۱۳۸۹/۵/۲