ملا دروحانيت اوجومات نه په جلا تله كې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد اکبر کرګر
  • 960

لومړۍ مقاله
ټولنپوهنيز –كلتوري بحث
شرقي فرهنگ ديو ډول روحانې اومعنوي ارزښتونو مجموعه ده ٠ داسلام سپيڅلي دين دافغانانو په فرهنگ اوټولنيز ژوند كې ژورې ريښې لري اويا په بل عبارت ټوله بوده اوتنسته يي له اسلامي عالي ارزښتونو جوړه ده ٠ زموږ په هيواد كې داسلام مقدس دين  دعلم پوهي٬ ترقۍ اوتعالى له پاره مثالي اونمونه يي ارزښتونه را منځ ته كړي دي ٠ اسلام اواسلامي مناسك دپرديو په وړاندې تل زموږ دخلكو اواولسونو ديووالي اوپاڅون له پاره دالهام منبع وه ٠
دعلم اوپوهې په برخه كې موږ وينو چې زموږ په هيواد كې داوږدې كورنۍ جگړې وروسته دشلمې پيړۍ په سر كې مدرن تعليم رواج شو چې دحبيبې ليسې په پيل سره پيل شو ٠ له هغه دمخه زموږ دهيوادزياتره پوهان اوعالمان عارفان اوصوفيان ٬ فلاسفه اوحكيمان ٬ شاعران اواديبان داسلامي زده كړو له مركزونو ٬ مدارسو اوجوماتونو څخه راوتلي دي ٠
وايي چې دهارون الرشيد اومامون الرشيد په وختونو كې دبغداد په نسبت په بلخ كې دمدارسو شمير زيات و ٠ اوددغه مدارسو نصاب هغه مهال يوازې په دينې علومو پورې محدود نه و ٬بلكې ټول مضامين اوعلوم په كې شامل و ٠
زموږ په هيواد كې په كليو اوښارونو كې جامع جوماتونه دټولنيزو پريكړو مركزونه دي ٠ دغه راز مسجدونه دعلم اوپوهي دزده كړې مركزونه هم دي ٬ زموږ دهيواد ډير نامتو پوهان له همدغه جوماتونو څخه را پورته شوي دي ٠
خو پر دې ټولو سربيره چې ملې اسلامي ارزښتونو زموږ دهويت په ساتلو اوكره كولو كې مهم رول لوبولى دى ٬ دناپوهو اودپرديو سازمانونو له خوا داستخدام شويو ملايانو ډير بد تصوير زموږ په فرهنگ اوادب كې پرې ايښې دى ٠
زياتره څيړونكي دملا په اړوند يو خاص تفسير لري چې البته داسلامې زده كړو ٬پوهي اواصولو څخه جلا دى ٠ دملا په اړوند دغه تصوير دروحانيت دموسسې په باب تصور نه دى ٬ بلكې دروحانيت له موسسې څخه دناوړه گټه اخيستنې اوناسمو تعبيراتو په باب تصوير دى ٠
دپښتنو ټولنه په اوسنيو شرايطو كې يوه تيت پرك اوخوره وره پرته ټولنه ده  دټولنيز اقتصادې ودې نشتوالي ددې سبب شوى دى  چې يو ډول نه تواميت اونه انتيگريشن موجود اولاسبرى وي ٠
خو هغه څه چې په عامه سطحه كې په ټولو پښتنو كې څه كه  دليكې اخوا ته اويا په افغانستان كې دي شريك دي چې هغه پښتو ژبه اوپښتنولي ده ٠ پښتو اوپښتنولي ددوى ديووالي اونږديوالي عمده فكتور دې ٠ 
دانگليسي پوه والتر بيلو     H.W. Bellew په قول چې په نولسمه پيړۍ كې   دپښتنو دټولنې دبيلابيلو قشرونو اوډلو څيړنه كوي  اود A GENERAL REPORT ON THE YUSUFZAIS       په نوم اثر يې كښلى د ٬دروحانيت په باب وايي :
روحاني  دملا طبقه (كلاس) ٬ يا دروحانيت نظم )) داستانه دار څخه توپير لري ٬ په دې كې چې دا دروحانيت يوه فعاله كتله ده ٠ دمذهبې ژوند له پاره دنړۍ يا دونيا پريښودل  په خاطر دوې خپله انرژي  داسلامي احكامو زده كړې اودرس وركولو په لار كې لگوي . استانه يا استانه دار كيداى شي خپل ځان دمذهبې احكامو له پاره وقف او يا وقف نه كړي.له  دې امله كه دوى دا كار كوي دوى په اټكلى توگه  خپل پلويان را پورته كوي ٠ خو يو لوى اكثريت ورسره زيات خوښ وي ٠دوى دونيايي ژوند په خوشالۍ اونيكمرغۍ سره  پر مخ بيايي ٠ دوى دمذهب له پاره خپل ژوند وقف كو ي۔ په ټولنه كې ددوى كلاس  اوس دپاملرنې وړ دى .ملا په  څلورو كاتيگوريو( برخو) كې پيژندل كيږي ٠ امام   - ملا – شيخ – اوطالب العلم ٬
امام په ساده توگه يودجماعت مشر دى چې په جومات كې را ټوليږي ٠ يا جماعت ورته ويل كيږي ٠همدارنگه رسمي دنده لري دجومات په اړوند په لمانځه كې ړومبنى مقام لري اوپه ځينو مواردو كې قران لولي  اوهغه تشريح
كوي . هر جومات خپل امام لري يا پيشوا ورته ويل كيږي ٠ دفتر اولقب دواړه ورته ميراثي دي ٠
ملا يو معمول روحاني دى ٠ په عمومي توگه څو ډوله اړيكي دهر جومات سره لري ٠ هغه اذان كوي ٠ لمونځ وركوي ٬ اوكله چې امام نه وي دهغه په غياب كې امامت كوي ٠ همدارنگه طالبانو ته مذهبي درس وركوي ٠ دلمانځه  وركولو شكل داسلامي دوكتورين په اساس اودكلي ماشومانو ته درس وركوي چې څرنگه   دلمانځه ډولونه زده كړي .همدارنگه دوى اكثرا دامامت په چوكاټ كې بريالي دي ٠ لقب اودنده اكثرا ميراثي ده
خداى بخښلي كانديد اكاديميسين ابراهيم عطايي ليكي :
(( مذهبي مشر ته ملا ويل كيږي ٠ ملا سربيره چې مسجد ساتي لمونځونه وركوي ٠ دمړې دگور اوكفن خدمت هم كوي ٠نكاح تړي ٠ ملا دسپين پټكي په نامه په ننواتې كې هم ځي اوكله چې ددوو رقيبانو ترمنځ توده جگړه روانه وي نو ملايان قرانونه پر سر نيسي اودجگړې ډگر ته داخليږي اوپه دې ډول جگړه بندوي ٠
كله كله په جرگو اومركو كې اصلي غړيتوب اخلي خو په لويو جرگو كې ملا دجرگې اصلي غړى نه وي ٠ بلكې ددعا له پاره هلته ورځي ٠ په دغسې جرگو كې ملا له جرگو څخه ليرې كښيني اوكله چې جرگه فيصله صادروي نو ملا ته دعوت وركوي اوهغه دخير دعا كوي ٠ دځينو جرگو په پاى كې چې خيرات كيږي دهغه سرپرستي په منظم ډول دملا په لاس وي ٠ )) دپښتنو دقبيلوي حقوقي اصطلاحاتو قاموس ٠ ۲۵۶ مخ
په وړو كليو كې يو اوپه لويو كليو كې تر څلورو پورې جوماتونه وجود لري ٠ دكلي خلك په گډه سره دجومات له پاره ملا نيسي ٠ دكلي خلك ملا ته سړي سر ( نارينه چې لمانځه ته ځي ٠ ) داوړي اومني په درمندونو كې غنم جوار ٬ د(اړى ) يا امامتۍ په نوم وركوي ٠ پردې برسيره ملا ته سرسايه ٬ خيرات ٬زكات ٬شكرانه ٬ اوداوسيدلو له پاره كور يا كوټه هم وركوي ٠ همدارنگه خلك دغم اوښادۍ په حالاتو كې دملا له پاره برخه هم ورليږي ٠ ملا يوازې دخپل ځان اودكور دافرادو له پاره جامې اخلي چې په ځينو وختونو كې دكلي شتمن اشخاص ملا ته دجامو داخيستلو له پاره نغدې پيسې هم وربخښي ٠ په كليو كې ملايان دا دندې تر سره كوي ٠
۱. دكليو دخلكو له پاره پنځه وخته لمونځ وركوي ٬ اذان وركوي ٠ اومذهبي احكام تبليغوي ٠
۲.په جوماتونو كې ملايان نجونو اوهلكانو ته درس وركوي اولمونځ ورزده كوي ٠ نجونې چې لږې غټې شي نو بيا جومات ته نه ورځي ٠ په جوماتونو كې دوه ډوله كسان درس وايي :
يو هغه كليوال هلكان دي چې يا سهار دوخته اويا له ښوونځي وروسته جومات ته ورځي اوهلته مذهبي درس وايي ٠
بل هغه ماشومان  يا هلكان دي چې په جومات كې په دايمي توگه مذهبې درس وايي ٠ دوي په لومړي قدم كې دچړي په نوم ياديږي ٠ دچړي دنده دا وي چې مشرو طالبانو اوملا ته دكلي دكورونو څخه ډوډۍ يا خواړه چې دټوك يا چنډې په نوم هم ياديږي ٬ راټولوي ٠ همدغه چړيان چې كله لږڅه زده كړي اولږ لوي شي نو دطالب په نوم ياديږي ٠
ملا همدارنگه دنوې زيږيدلي ماشوم په غوږ كې داذان كولو دنده لري ٠ كله ناكله دم اوتعويذ وركوي ٬ دقران مجيد په ختم كې برخه اخلي اوختم كوي ٠ دمړي دتدفين اوتكفين مراسم اومذهبى مراسمو څارنه اوپالنه كوي ٠
(۲)-- ۲۰۸ مخ دپښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت
الفنستن  چې دنولسمې پيړۍ په سر كې افغانستان ته راغلي اويو معتبر كتاب يې كښلى دى  دملا په باب اودهغه دنقش په باب داسې يو تصوير وړاندي كوي  وايي :
((په ټولنيز ډول دوى فعال اوپه نسبې توگه لايق كسان دي اودخپلې ډلې دگټو ښه پروا ساتي اواحتياط كوي چې خپل لوړ والي خوندي وساتي ٠ دوى دخپل ملك دډيرو برخو خاوندان دي ٬ دځوانانو روزنه دقانون تنفيذ اوپه ټول ملك كې دقضا اداره چې دپاچا تر واك لاندې ده پوره دوى ته ورسپارل شويده اودغه امتيازات له هغه احترام سره يو ځاى چې په ناپوهو اوخرافات خوښو خلكو كې ددوى دعلم په وجه دوى ته كيږي ٬ملايان په دې قادر گرځوي چې په ځينو خاصو حالاتو كې په افرادو او ان داشخاصو په يوې ډلې باندې نږدې نامحدود قدرت ولري ٠ حاكمان اونور ملكي مامورين تر څارنې لاندې ونيسي ٬ اوځينې وخت پخپله پاچا وبيروي اوزيان ورته ورسوي ٠ په مسلمانانو كې هغه وخت چې له شريعت نه خلاف كارونه كيږي له دغه قدرت څخه بده استفاده كيږي ٬خو په عين وخت كې زياتره وخت دملايانو له دغه نفوذ څخه دمملكت په ډيرو برخو كې چيرته چې دعامه سولي دټينگولو له پاره نور وسايل وي دشخړو اودعوو په فيصله كولو كې په گټور ډول استفاده كيږي ٬ ٠ ددغسې مذهبې شخصيتونو لښكرې زياتره وخت دهغسې دود ٬ دولسونو په منځ كې له اوږدو چپنو سره ښكاره كيږي چې دجنگ له پاره تيار اواماده وي ٠ )) ۲۲۱ مخ  دكابل سلطنت بيان  دپيښور چاپ
الفنستن زياتوي :
له هغو ملايانو پرته چې دينې منصبونه لري ٬ يا له دولت څخه وظيفې اومعاشونه اخلي ٠٠٠٠اوتر هغو لا ډير دكليو ملايانو ته چې دفصلونو يو څه ورته وركول كيږي اويا درمو گلو نه ورته يو څه وركول كيږي ډير نور ملايان  دځمكو يوه برخه دبخشش په توگه په لاس كې لري ، چې يا يي پاچا يا يي دكليو مشران وركوي ٠ اويا ځيني  افراد يې دميراث نه ورپه برخه كوي . ځينې نور ملايان دشرعي قانون په تدريس اوتمرين ژوند كوي ٬ نور يې په مكتبونو كې تدريس كوي اويا دشتمنو كسانو دزامنو شخصې معلمان وي ٠ ځينې نور يې دتبليغ په كار لگيا دي ٠ اواولس يې ژوند ورتامينوي  ٬ځينې په هغو اوقافي وظيفو ژوند كوي ٬ چې دولت اوكلي يې شاگردانو ته ورپه برخه كوي  چې دهغو په ملك كې سفر كوي اوځينې نور ملايان يا كوم كسب اويا دهقاني كوي ٠ اويا په خپلو نورو وسايلو خپل ژوند تامينوي اوپه خپله خوښه خپل تحصيل پر مخ بيايي اوسرگرمۍ لري .))  ۲۲۳  مخ   هماغه اثر