اختر مو مبارک شه !


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • رابعه لامع
  • 464

ګرانو وروڼو او خویندو ، لومړی تر هر څه هیله لرم چې روغ ، جوړ او هوسا اوسئ.
لکه څرنګه چې پوهیږئ د ولسي جرګې لپاره زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي دي خو دا ډیره مهمه ده چې خپله رایه یو صادق او ریښتیني کس ته ورکړئ څو د بریا په صورت کې وکړائ شي ستاسو له حقونو څخه په سمه توګه دفاع وکړي .
که په ولسي جرګه کې مې ستاسو د استازیتوب ویاړ ترلاسه کړ تاسو ته ډاډ درکوم چې د لاندنیو اهدافو د ترسره کولو لپاره به ستاسو په ملاتړ له هر راز هڅې څخه ډډه ونه کړم:
·       د سولې او ملي وحدت د ټینګښت لپاره هلې ځلې
·       د فرهنګي یرغل پر وړاندې مبارزه
·       د الهي ارشاداتو په رڼا کې د ښځو له حقونو څخه دفاع
·       په هیواد کې په یوه انډول د پوهنې پراختیا
·       د ټولنې په هر وګړي د قانون پلي کیدل
کابو اوه ویشت کاله کیږي چې د کابل ښار په بیلابیلو ښوونځیو کې مې د هیواد بچیان روزلي دي او اوس غواړم چې ستاسو په ملاتړ په ولسي جرګه کې د خدمت جوګه شم .


له تاسو نه مخکې له مخکې یوه نړۍ مننه
ستاسو خور
رابعه لامع