دازمون دارواښاد پلار وطن خېل ناببرې مړينې تېرې هېر يادونه بيرته راژوندي کړل


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پوهانددوکتور م.ا. زيار
  • 1143

که د منلي فرهنګپال دوست  امام الدين ساپي يې د دارالمعلمين د مهال يادونه تاند کړل، خو زما دايې پوره څلور لسيزې تر شابوتلل. پر ١٣٣٨کال له کابل دارالمعلينه ادبپوهنځي ته تللی وم، چېرې خبر شوم چې د پولې وسته رادننو ټبرونو  ځانګړې(( رحمان بابا لېسه))، د چاخبره ((پس له وخته)) د اووم ټولګي د عربي مضمون لپاره يوه ښوونکي ته اړتيا لري، نو له ماسره يې جوړ جاړی راغی. له ورتلو سره مې لومړی خپل ځان شاګردانو ته ور وپېژاند او بيا مې هڅه وکړه، د حاضرۍ کتاب له مخې يې له نومونو سره څېر و ته تړاو  ورکړم او په خپله يادښتچه کې يې اړوندې سيمې او ټبرونه هم ور وکښم. خدای شته، ډېری شينواري مې  د  پلرو د نومونو له مخې سم له سمونې و پېژندل او په هغه لړکې مې تر  لياس خېل خپلوان ((افغانستان)) وروسته په نويو ليدليو کې د ياغې بند حسن خېل ((وطن خېل)) بېخپوره خپل رودوال و خوت او هغه هم په دې چې زموږ  وپارې (ايوب ژرنده)  د ده د پلار په نامه يادېده. اليشېرخېل باندريان خو  له (سمرکند، تاشکند، ځوزاغزي، لړم، منګري، شپاړسګون...) غوندې کمپېښو نومونو  سره سم له سموني په مغزو کې را کښېناستل؛ په پکتيا والو کې بيا داسې نومونه کم ول او له هغو څخه مې يو((مڼوکی منګل)) له هماغه اووم ټولګي بيا تر  ننه له ياده و نه ووت!
ارواښاد وطنخېل په هماغه ځوانه ځوانۍ کې له سرکاري دندو  ځان ګوښه کړی وو او له جلال اباده يې تر لواړګي په خپله خوارۍ مزدورۍ د کور خرڅ و لګښت برابراوه او په دې لړ کې يې يوازېنی زوی((لال پاچا ازمون)) زما د پوهنځي تر شاګردۍ او استادۍ راورساوه. پوخ پياوړی شاعر، ليکوال، څېړنوال، او په پای کې يو تکړه رسنوال هم شو. کال دوه وړاندې يې د مور بي بي ورته ناڅاپي مړينې ويرنې د يوې بشپړې ټولګې تر بريده وغځولې او دادی، د ډېر لوراند و مهربان پلار  له وير  سره به يې نورې هم ور وغځوې!
زه پرخپل وار په دغه  وير کې د نورو خواخوږيو په ملتياله ګران ازمون او د ايوبخان در ستې پتمنې کورنۍ  سره  ځان ورګډوم او د زړه له ژورو دغو ويرژلو ته د زغم او پېڅ او هغه ارواښاد ته د جنتونو  غوښتنه کوم. اروا يې خوښه خوشاله او ياد يې تلپاتې او تلژوندی!