تر انتظار پورته


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 486

په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو په مشرتابه کې د بدلون پر مهال د امریکا د جاسوسۍ د سازمان مشر وویل چې په افغانستان کې جګړه تر هغه څه ډېره سخته او پېچلې ده چې «انتظار یې کېده». پر همدې مهال په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو پخواني مشر جنرال مک کریسټال خبرداری ورکړ چې د ناټو هېوادونه دې په راتلونکو څو میاشتو کې د جګړې په وضعیت کې د کیفي بدلون تمه له زړونو وکاږي. جنرال پیټریوس چې اوس یې د مک کریسټال ځای نیولی دی وایي چې د ده راتګ یوازې د قوماندان بدلېدل دي نه د ستراتیژۍ.
دا ټولې خبرې په یو ډول نه په یو ډول سره تړلې دي.
ښاغلی مک کریسټال چې د ولسمشر اوباما د نوې ستراتیژیکې طرحې سره افغانستان ته راغی نو دلته یې ځینې هیلې را تاندې کړې چې ګواکې امریکا به د سیاست په بدلولو د افغانستان جګړې ته په یو نوي نظر ګوري. د مک کریسټال له راتګ سره که څه هم د دغې نوې ستراتیژۍ جزییات نه دي څرګند خو په تاکتیکي ډګر کې یو لړ د پام وړ بدلونونه را منځ ته شول. د افغان حکومت او ناټو ځواکونو ترمنځ پوهاوی تر پخوا لږ څه ښه شو او د ناټو د ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو په شمېره کې یو نسبي کمښت ولیدل شو. د مارجې عملیات چې افغاني ځواکونه په کې خورا ښه و ځلېدل او د ولس د رضاییت د لاس ته راوړلو په موخه د کندهار د عملیاتو ځنډول، د ملکي تلفاتو مسوولینو ته ګوته نیول (که څه هم له کړنو سره بېخي بې تناسبه وو خو بیا یې هم مثبت ارزولای شو) داسې څه وو چې سړی ورته په خوشبینۍ سره کتلای شي. ان چې په خپله د مک کریسټال بدلېدل هم کېدای شې چې له یوې مثبتې زاویې وليدل شي : د امریکا یو ډېر غټ جنرال د دې په خاطر چې د ملکي مشرتابه درناوی یې نه دی ساتلی دسیپلیني جزا ویني یانې چې ښاغلی اوباما پر ظوابطو ولاړ ولسمشر ښکاري او که هغه چلند چې امریکایان یې په خپلو منځونو کې سره لري د افغانستان د ملکي مشرتابه په برخه کې هم عملي شي نو دا به پرته له شکه د افغانستان او امریکا د روابطو پر لا ښه کېدو ډېر ښه اغیز وښندي.
د ښاغلي پیټریوس دا څرګندونې چې د ده بدلېدل به د امریکا په نظامي چلند کې د عمده بدلون سره مله نه وي هم د افغانانو له پاره ښه خبر دی. دا به په دې مانا وي چې د ناټو د ځواکونو د مشرتابه نوې ډله به بیا هم هڅه کوي چې د افغانستان له مقاماتو سره تفاهم ته پوره پام وکړي او د افغانانو ملکي تلفات د یو امریکایي جنرال له خوا د ملکي مامورینو په اړه د نابللو څرګندونو په وړاندې یوه بې اهمیته سهوه و نه ګڼل شي چې یوازې په یوه یادښت فیصله شي.
د امریکا د مشر جاسوس لیون پانیتا څرګندونې هم د امریکا د چارواکو د اعتراف حیثیت لري چې د افغانستان حالات یې لکه چې ښایي نه وو ارزولي. ښاغلی پانیتا وایي چې د افغانستان جګړه تر هغه څه ډېر ګرانه ده چې اټکل یې کېده. دا اټکل چا کړی و او ولې ناسم وخوت؟ کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په میاشت کې امریکایانو په افغانستان کې د نظامي عملیاتو خبرې کولې ګڼ شمېر افغاني مبصرینو (د دې کرښو د لیکونکي په ګډون) دې خطر ته اشاره کوله چې باید د افغانستان حالات ساده و نه ارزول شي. کله چې امریکایانو د بن د ژمنو پر خلاف د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د بیا رغولو او فعالولو چارې ځنډولې او د افغانستان  یې جنګ سالارانو ته په اجاره ورکوله د افغان مبصرینو دې خبرې ته ښه پام و چې دا ډول چلند به د زرګونو افغانانو او بهرني عسکرو د سر په بیه تمام شي خو هغه مهال امریکایان کاڼه وو. کله چې په افغانستان کې د بهرنیانو خپلسرو عملیاتو د افغانستان ولس د هېواد له حکومت څخه او د هغه له نړۍوالو ملاتړو څخه لېرې کاوه، یوازې د امریکې استخبارات وو چې پر دې ستونزه یې سر نه خلاصېده. اوس هم چې د امریکا ځینې چارواکي هڅه کوي چې د مرکزي حکومت د ضعیفولو په بیه نېغ په نېغه له محلي مقاماتو سره تعامل وکړي یا دا چې امریکایي او د ناټو قواوې د افغانستان وسله والو مخالفینو ته رشوتونه ورکوي او د ملي پولیسو د تقویې پر ځای له غلو او داړه مارانو څخه جوړې شوې خصوصي امنیتي کمپنۍ د هېواد پر واټونو او لویو لارو مسلطوي نو په ښکاره یوازې د امریکا استخبارات په دې نه پوهېږي چې په همدغو امریکايي ډالرو به د امریکايي عسکرو د وژلو له پاره جنګیالي روزل کېږي او وسلې به پېرودل کېږي چې بیا به تر دې نور ډېر امریکایي ډالر د امریکایي مړیو د ښخولو او پټولو په چاره لګېږي.
د ناټو د ځواکونو په مشرتابه کې نوی بدلون کېدای شي د دې له پاره یو ښه زمینه وي چې امریکایان د افغانستان واقعیتونو ته مخامخ وګوري، د بل چا د عینکو تر شا یې و نه ارزوي که نه د افغانستان جګړه به تر هغه هم لا ډېره سخته شي چې اوس یې امریکایي استخبارات اټکل کوي. د جنرال پیټریوس له پاره په سرلوړۍ له افغانستان څخه د وتلو یواځینې لاره داده چې د افغانستان واقعیتونو ته د افغانستان د تاریخ او جغرافیې په رڼا کې وګوري نه دیو څو احساساتي سیاستوالو، بې خبره جاسوسانو او غرضي سیاسي کړیو په سترګو.