اوس دې يې ولسي جرګه پرې تطبيق كړي!


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 241

تېره ورځ ولسي جرګې ته دولسمشركرزي دوهم مرستيال اوله پېښوسره دمبارزې دكمېټې مشر محمدكريم خليلي له پېښوسره دمبارزې سره دحساب اوراپوروركولولپاره ورغوښتل شوى وه ،ترڅوخپل راپور دوكيلانوپرواړندې كېږدي،خو ښاغلي خليلي بې له څه ويلواوكوم عزروړاندې كولوڅخه دغه غوښتنه رد كړه،اوحاضرنشوترڅوخپل راپور وركړي،همغه وه چې دښاغلي خليلي په داسې عمل سره دولسي جرګې زهرهم راوپارېدل اخرهغوى خوهم تريخي لري ،له ډېروخبرو وروسته ددې جرګې رئيس ښاغلي محمديونس قانوني داسې يوه پرېكړه دوكيلانوپروړاندې واوروله چې كه چېرې دى پارلمان ته حاضرنشي نو مجبوراومكلف دى چې دغبرګولي ياجوزادمياشتې ترلمړۍ نېټې پورې له نوموړې دندې څخه چې له پېښوسره دمبارزې دكمېټې مشري ده استعفا وركړي،اوكنه دولسي جرګې ټول وكيلان به كاري اعتصاب وكړي،چې په نتيجه كې دټولوحاضرووكيلانولخوادشنوكارتونوپه پورته كولوسره ددې پرېكړې ملاتړ وشو.
درنوهېوادوالوموږاوتاسوپه خپلوسترګو وينواوتل موداچيغې وهلي چې په افغانستان كې قانون اودقانون حاكميت يواځې دهغوخلكولپاره دتطبيق وړدى چې هغه بې كسه ،بې وسه،بې واسطې ،بې زره اوبې زوره وي،اودهمېش لپاره په همدې تطبقې خلكوقانون تطبيق كېږي هم، خوهغه خلك چې ،هم زر،هم زور،هم وس اوهم واسطه لري هغوى كه هرڅومره غټ جرم وكړي نوهېڅ پروانكوي،هغه كه د محكمې لخواداعدام پرسزامحكوم هم شي نوښه په ډاډه زړه اوخورازړه ورتياسره ددارله تختې څخه پښې سپكولى شي،هغه دنرپشان په نوروهېوادونوكې پناه اخستلى شي،دهغه دمشكل دحل لپاره له نوورو رئيس جمهورانوسره خبرې كېدلى شي،له هغوكسانونه به څوك دهغه دجرم پوښتنه وكړي ،ولې يې وكړي،اوڅنګه يې وكړي،هېڅوك هم نشي كولاى ولې چې هغه خوهرڅه لري.
راځئ چې ا وس يې پرهغه ډله خلكوهم نظرتېركړوچې نه زرلري ،نه زور،نه وس اونه واسطه،هغه كسان موږاوتاسو وينو چې دهر زورواكي لخوا پرې ظلم زياتى شوى ،وهل شوى ټكول شوى ،وژل شوى ،په خپل هېوادكې خولاپرېږده چې ان په نوروهېوادونوكې هم دداسې بېچاره كسانوغاړې ددار دحلقولپاره دانتظارشېبې شماري،دهغوى ګناه څه ده معلومه خبره ده چې دخپلې كورنۍ لپاره دڅوروپيومزدورۍ لپاره په بل هېوادكې دمساپرۍ اواحتياج شپې او ورځې تېروي چې بياپه يوه اوبله بهانه يې دادى سرنوشت په داسې حال شي، خو هېڅ  څوك داسې پيدانشو چې دهغوى چيغې واوري،داسې څوك پيدانشو چې دهغوى له سترګوڅخه داوښكوپرځاى وينې وګوري چې تويېږي اوداسې څوك پيدانشو چې دهغوى دجرم پوښتنه وكړي چې اخرددوى ګناه څه ده او ولې داسې په بې رحمانه ډول دماهيانوپه شكل يوپربل زېل كېږي اوراځړول كېږي ،زموږدهېواد سفيران او قونسلران په نوورهېوادوكې برمته نيول كېږي اودابرمتې په كلونوكلونو وخت نيسي چې شېبه په شېبه په مرګ ګواښل كېږي خودهغوى دپوښتنولپاره هېڅ داسې څوك پيدانشو، ايا هغوى پلار،مور،ښځه او اولادونه نلري؟
خود هغوى پوښتنه به څوك وكړي ،ولې ېې وكړي،اوله چاڅخه يې وكړي ،ولې چې هغوى خوهېڅ هم نه لري نه زر،نه زور،نه وس اونه واسطه غيرله الله ((ج))نه.
خوراځئ وګوور چې داځل دولسي جرګې دا قسمت پوڼۍ ډكه خېژي او  يوڅه ورته پكې وځي اوكه دتېرپشان پوچه اوتشه خېژي،ولې چې داځل يې له داسې يوچاسره پنجه بنده كړې ده چې هم زور،هم زر،هم وس ،هم واسطې اوله هرڅه نه پور اوماموردى.
هغه داسې يوشخص دى چې دكوچيانواو هزارګانوترمنځ په لانجواواخوډب كې كوچيان بيخي كافربولي او وايي چې هېڅ له هزاره ګانوسره په بهسود اوداديميردادوكې حق نلري اونه يې هلته ځمكې شته خو دكوچيانولخواديونماينده  له خولې چې هغو اوس هم هغه قوالې اواسناد لري چې له كلونوكلونوپخوا ددوى په نيكونوباندې په جريبوجريبوځمكې دهزاره ګانولخواخرڅې شوې دي او وايي چې دوى اوس دهزاره ګانولخوا په همغه سيموكې نه پرېښـودل كېږي ،بل داچې پخپله ولسمشرهم داخبره كړې چې بايد كوچيانوته خپل څړځايونه وركړل شي اونورې لانجې اوزياتى ورسره ونه شي ،خوښاغلى خليلي بيا هم ددې خبرې مخالفت كوي او وايي چې كوچيان ملامت اوپړه دي.