دوهم واده


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدالله ارین احمدزي
  • 1008

لا یې د لومړي واده څو کلونه نه ووتلي چې د نوي واده تابیا یې وکوله سپين سرې مور او سپين ږیرې پلار یې ډير عذرونه ور ته وکړل چې بل واده څه کوي خو زوی یې د پلار او مور په خبرې څه سر نه خوږاوه تل په دې پلټنه کې وو چې چیرې واده وکړي د هرچا سره یې ملګرتیا د دې لپاره چې یا به یې څه هیله ورته لرله او یا به یې ورته ویل چې واده راته  وکړه. خدای شته ښه کار یې جوړ وو ښې پیسې یې ګټلې او د خپلې لومړۍ میرمنې څخه د څو بچیانو پلار وو خو هغه وايي( چرګ چې ځوان شی په بام په کرار کرار ځي ترڅو بام وو نه نړیږي) ده هم نوې پیسې موندلې وې او زیاتو پیسو لیونی کړی وو. یوه شپه ناوخته کورته راغی میرمنې ته یې وویل چې نوې جامې ورته تیارې کړي ځکه چې چیرې میلمه یم. میرمن یې چې لا د وړاندې د ده د دې شومې موخې څخه خبره وه ډيرې زارۍ ورته وکړې خو کوم ځای ېې نه نیو. ژر ژر یې پاکې جامې واغوستې او د پلار کوټې ته ورغی پلار ته یې له سلام څخه وروسته وویل چې پلاره د شپې لږ بیداره اوسه زه ځم چیرې میلمه یم.پلار یې ورته وویل چې دا وخت د میلمستیا دی چې ته ځې....... خو زوی بس یوه خبره کوله پلاره ځم او د ګل جان سره مې څه حسابي هم ده هغه هم ورسره کوم او دا میلمستیا د حساب لپاره یو ښه وخت دی. خو خیر سپين ږیری پلار او خپله میرمن چې سترګې په ژړه باندې د غوښې په څير کړې وې همداسې پريښودل او دی روان شو.ده لا مخکې د میرګل سره د میرګل د خوښینې په اړه خبرې کړې وې چې په هر قیمت وي میرګلی باید خپله خوښینه راته وکړي. میرګل هم د وړاندې څخه د کوژدې خبره له خپل خسر سره چې یو غریب سړی وو یاده کړې وه او ورته یې ویلي وو چې هر څومره پیسې غواړې نادرخان یې درکوي. د میرګلي خسر هم چې نور نو د هرې خوا څخه نیستی ځپلی وو داسې یو بوډا او د بلې ښځې خاوند ته د خپلې لور ورکول په لوړه بیه غنیمت وو باله او میرګلي ته یې په هو باندې خولو خلاصه کړه.د میرګلي خوښینه چې په همدې وخت کې به د ۱۴ او یا ۱۵ کلونو وه د خپل اوښي د دې شوم نیت او د پلار د دې فیصلې څخه نه خبره. د شپې مهال میرګلی او نادرخان دواړه د سمندر کاکا کور ته چې د میرګلي خسر وو را ورسیدل. سمندرکاکا یې هم تود هر کلی وکړ او د غریبانو له نیستي څخه ډک کورته یې د ننه کړل. د څه مجلس څخه روسته میرګلي سمندر کاکا ولاړ شو او خپلې میرمنې ته یې نارې کړې:
د وږمې مورې: ډوډۍ نه ده تیاره، میلمانه به اوږي وي.
میرمنې یې هم ورته وویل: ډوډۍ تیاره ده خو څوک یې در واخلي.
د وږمې پلار سمندرخان ورته وویل چې ولې وږمې ته ووایه چې ډوډۍ را واخلي.
هوکې وږمه د دې څخه نا خبره چې دا کس د دې د اوښي سره  د څه لپاره د دوی کور ته راغلی دی خونې ته را دننه شوه او د دواړو ناستو کسانو اوښي او نادرخان سره ستړې مشې وکړه. وږمه چې نوې ځواني د خپل امید ګلونه غوړولي وو په کوټه کې ناستو ملیمنو ته  ډوډۍ راوړله.د وږمې د راتګ سره د میرګلي او نادرخان تر منځ (پس پوسک) شروع شو.
میرګلي نادرخان ته په غوږ کې وویل: وګوره نادرخانه همدا نجیلی ده.
نادرخان هم په یوه شیطاني خندا میرګلي ته په غوږ کې وویل: ډيره ښکلې ده چې ټول شته مې پرې لاړ شي هم نه یې پریږدم.
د ډوډۍ له خوړلو وروسته میرګلی خپل خسر ته اصلي خبره وریاده او خسر یې هم بې د دې څخه چې څه ووايي یا څه شرطونه ولري خولو په هوکړه خلاصه کړه او وږمې په سر بیه او بقاله شروع شوه. د ډيرو خبرو څخه وروسته میرګلي وویل لاس پورته کړی بس وږمه په ۷لکه افغانۍ د نادرخان شوه. خواره وږمه چې د خپل پښتنې احساس او غیرت له مخې یې د ناستو میلمنو عزت کړی وو او په دې نه وه خبره چې دا خلک د څه لپاره راغلي یوازې د یو کس د مستي او د لا د مجبوریت په وړاندې د پسو ښکار شوه.
 سمندرخان د خونې څخه ووت او خپلې میرمنې ته یې وویل :چې دسمال او میوه راوړي او نادرخان ته یې ورکړي.
د دې خبرې په اوریدو سره وږمې ټکان وخوړ او د پلار څخه یې پوښتنه وکړه: پلارجانه د څه شي میوه؟
پلارې یې ورته په خندا وویل: لورجانې ستا د کوژدې میوه.ته مې په کوټه کې ناست سړي ته چې نادرخان نومیږي ورکړې.وږمې چیغې کړې او په ژړا کې د پلار څخه داسې پوښتنه کوله: ولې پلاره، ماڅه کړي وو، ګناه مې څه وه.......
خو بس د وږمې پلار خپلې میرمنې ته وویل: جګه شه میوه راکړه او دا نازولې دې غلې کړه هسې نه چې حاجی صیب نادرخان خواشینی شي.
مور یې هم ژر جګه شوه او د مظلومې د پیسو په وړاندې دښکار شوې وږمې دسمال او میوه یې د یو پیسه دار او بوالهوس انسان په جیب کې ور واچوله. میرګلي او نادرخان د میوې د اخیستلو څخه وروسته د تلو اجازه وغوښته چې د وږمې پلار هم په ډير درناوي بدرګه کړل په وره کې یولک روپۍ نادرخان و سمدر ته په لاس کې ورکړې او ورته یې وویل:
 چې غم مه کوه نورې به هم ډیرې درکړم خو کوښښ وکړه چې واده ژر تیار کړې.
سمندرخان هم په ښه صیب په سترګو صیب او داسې نورو ډيرو چاپلوسانه کلیمو د دې بولهوسه انسان غوښتنې بدرګه کولې.میرګلی او نادرخان ولاړل او میوه او دسمال یې د شپې ناوخته د نادرخان دوی کورته ورسول کورته د ننه وتو سره سم نادرخان په خپلې لومړنۍ میرمنې نارې کړې :
لیونۍ مبارکه دې شه داسې نجیلی مې وکړه لکه سپوږمۍ.
د نادرخان میرمنې بې د دې څخه چې څه ووايي په ژړغوني غږ ورته وویل چې ښه دې وکړل ځکه چې پیسې لري نور ډير کسان به هم لورانې درکړي.
په دوه کورنو کې دوه میرمنې چې د یوې سره نوې هیلې او د بلې سره سره زړې هیلې وې دواړه د خاورو سره خاورې شوې ځکه یوه د بنې خاونده شوه. او بله د پیسو په مقابل کې یو پاخه سړي ته کوژده شوه.
لا به څو شپې نه وې وتلې چې په کلي کې اوازه شوه چې د نادرخان واده تیار دی. دا کیسې داسې ګرمې وې چې مه یې کوه پوښتنې ځکه د نوې میرمنې د ښایست صفتونه یې په ټول چم کې کیدل او هرچا به د دې ښایست او د نادرخان د ناسمې کړنې  څخه کرکه کوله خو داسې یو څوک نه وو چې د غریبانو په داسې یوه چم کې د داسې کس مخینوی وکړي.په څو شپو کې واده تیار شو او نادرخان خپل واده په ډير درزو غپ باندې کورته راوړ.ښکلې نجیلی د نادرخان په څنګ کې داس ښکاریده لکه د پنځلسم سپوږمۍ چې په وریځه کې پټه وي او ظالمه وریځ یې د دې ته نه پریږدي ترڅو د دې ښایست ننداره نور څوک وکړي. په هر حال د واده څخه څو ورځې وروسته د نادرخان ټول شته په واده لګیدلي وو او نادرخان دې ته اړ وو ترڅو د هیواد څخه بل کوم هیواد ته لاړ شي همداسې یې وکړل په څو شپو کې یې د کوم عربي هیواد ویزه پيدا کړه او د واده یې لا یوه میاشت نه وتلې چې د کور څخه د یوې اوږدې مسافري په نیت ووت. د کوژدې له لومړۍ ورځې څخه وږمه د ډير غم له لاسه ډيره سخته ناروغه وه خو د شرمه یې څه نه ویل ځکه چې سبا به ورته څوک پيغور ورکړي چې خاوند یې نه دی خوښ. نادرخان لاړ او په زړه سوری دوه میرمنې یې همداسې پریښودلې. د وږمې د ناروغي ډيرې شپې تیرې شوې او دا یې د یوې ورځې څخه بلې ته لکه د ګلاب ګل چې د مني ظالم بادونه او یخني د یوې ورځې څخه بلې ته زمو لوي مړاوې کوله او هرچابه ویل چې رکه روغه ښه به شي یوازې په خپل خاوند پسې خفه ده. د نادرخان پلار هم چې کلي وال سړی وو دې تبصرو ته ډير ارزښت ورکاوو او یوازې په دې به یې ډاډه کوله چې لورې مه خفه کبږه ژر به راشي..........
د وږمې حال نور هم خراب شو او د سختې ناروغي له امله چې څو ورځې یې څه نه وو خوړلي روغتون ته یوړل شوه.په روغتون کې ډيرو ډاکټرانو خواري پرې وکړه خو مړاوې شوې وږمه نوره د دې نه وه چې تازه شي. ډاکټرانو هم وروسته له تشخیص څخه وویل چې د وږمې په سینه کې د سخت غم او اندیښنې له امله د سینې سرطان پیدا شوی دی او د روغیدو علاج یې نشته څو شپې یې په روغتون کې تیرې کړې خو نور یې نو غمونو ژوند ته د پای ټکی ایښی وو او د دې خوږه ځوانې یې دې ته اړ ویستلې تر څو د ګلاب د ګل په څير مړاوی شي.او د څو شپو بستري کیدو څخه وروسته وږمې نور د ژوند سره مخه ښه وکړه او د ارمانونو څخه ډک زړه یې ګورته یوړ.