تېروتنه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اسدافغان
  • 298

د دروازې گړب شو،
ډنگر ځوان كور ته ننوت ، ځوان خړې جامې په تن وې له څيرې غنم رنگه و خو پر مخ يې د گردونه له لاسه‎ ‎‏ څيره نوره هم توره شوې وه، په لاس كې ورسره څو كڅوړې وې او بل مټ ته يې ټوپك پروت و،
ډنگر سړې ته څو ماشومانو ورمنډه كړه ورپسې يې مور هم مخې ته ورته راغله غيږ يې تري تاو كړه څو ځله يې ښكل كړ كڅوړې يې ترې واخيستې مور او زوي يې عبدالله د چوترې په طرف رهې شول
كور كې د عبدالله واده شوي خويندي راټولې شوي وې او د عبدالله د كورنۍ نور خپل خپلوان هم راغلې وو‎ ‎,‎ ‎
عبدالله پر چوتره كيناست ټوپك يې له ځان سره په خوا كې كيښود، په چوتره باندې
زوړ ټغر غوړيدلاي و څو ځايه شليدلاي و ،ټغر ته يې رنگه رنگ ټوټې وركړې وې
د عبدالله خوله وخوزيده:
پلار مې چيرته دي؟
_بازار ته مو وليږه لږه سودا كمه وه هغه راوړي،
مور يې دا خبره وكړه او له ځايه پورته شوه،كڅوړې يې كوټې ته ننويستي، خور يې څو شيبې پس چاي راوړ،مور يې د خپل زوى سره خبرې شروع كړي، د مسافرى حال احوال يې ترې پوښته زوي ېي هم ورو ورو جوابونه وركول،
عبدالله هم په كوم سرخدې ولايت كې د ملې اردو سرتيرې دنده درلوده پلار يې زوړ و ، نور ورونه يې هم كوچنې و دعبدالله ډير عمر تير شوي و،‎ ‎‏ عريبان و، څه يې نه درلودل
كوژده يې څو كاله پخوا كړې وه خو د واده لپاره ورسره پيسي نه وې دا څو كاله كيدل چې د ملي اردو سرتيرى و، د ډيرو كالو د تنخوا څخه يې اوس دومره پيسي ساتلې وې چې واده پري ترسره كړي،
څو ورځي وروسته يې واده و
د عبدالله پلار پر كور راننوت،خولې پرې راماتې وې پلار يې سپين ږيرى سړى و، زړې جامې يې په تن وې غټه لونگۍ يې پر سر وه لاس كې ورسره د سودا كڅوړي وې،
د زوى په ليدو يې څيره كې د خوشالۍ نښي پيدا شوې، څيره يې وغوړيده، سودا يې د چوتري يوې خواته كيښوده او عبدالله سره تر جوړ پخير وروسته پر ټغر كيناست ، چايجوش يې ځانته نږدي كړ پياله يې ځان ته ډكه كړه تر لږي دمې وروسته يې څو غړپه ترې وكړل بيا يې عبدالله ته وويل:
څه حال احوال و؟ لاره كې خو به په تكليف شوي نه وي؟
_خير و والا لاره كې څه ستونزه نه وه، رخصتي مې په ډيره سختۍ راواخيسته زمونږ كنډك كوم ناامنه ولايت ته روان و خو تر ډير تينگار وروسته مي له قومندان صيب څخه رخصتي راواخيسته دا ټوپك مې هم راسره راوړ چې حالات خراب دې په كاريږې_
پلار ورسره تر ډيره خبري وكړي چاي هم تري ټول شو پلار ورسره د واده په اړه خبري كولي،او ويې ويل:
هغه بله ورځ مې د ستا خسر سره خبره وكړه راتلونكې شنبې ته له خيره واده دي،
عبدالله غلي شو سترگې يې ټغر كې گنډلي وې ، شيبه وروسته يې
پلار ټوپك ته لاس ور اوږد كړ ، په لاس كې يې يو خوا بل خوا واړولو زړه كې يې خوند وركړ، ټوپك نوي و،دې ټوپك له نورو روسې ټوپكو سره فرق درلود، سپين ږيرى چندان پرې نه پوهيده ټوپك تازه و ،تور رنگ يې پړك كولو،پلار يې د ټوپك هره برخه كتله ،
ټوپك كې يې همداسې گوتي وهلي ناڅاپه ډز شو، عبدالله چغه كړه:
آخخخخخ مړ دې كړممم،،،،،،،،
عبدالله په ټغر پړمخې پريوت
پلار يې ټوپك لرې خطا كړ، عبداله يې راجگ كړ مور يې هم چيغي وهلي،خويندو يې هم ورته رامنډه كړه پر كور كې چيغو زور واخيست خو عبدالله په زړه لګيدلاي و د ژوند وروستۍ سلگۍ يې وهلي او د ددې
فانې دنيا سره يې د تل لپاره خداي پامانې وكړه٠