نه چېرې تللی، نه راغلی


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 1153

د افغانستان د سیاست د وروستیو میاشتو تر ټولو نا مطمینه خبره امریکا ته د ولسمشر اوباما په بلنه د ښاغلي کرزي سفر و. د سپینې ماڼۍ د شرقي خونې پر سټېج د دواړو ولسمشرانو ګډ کنفرانس، له افغاني هیأت څخه د امریکا د حکومت تود هرکلي، د ښاغلي کرزي د سولې له هڅو د اوباما ملاتړ، د دواړو ولسمشرانو له خوا د افغانستان او امریکا یوبل ته پر ژمنتیا ټینګار، د پاکستان په اړه د هیلاري کلینټن څرګندونو او د دغه سفر نورو اړخونو هغه ګواښونه د سیاست له لوحو پاک کړل چې یوه میاشت مخکې د امریکې چارواکو د کرزي د سفر د لغوه کولو په اړه کول. د پسرلي اسمان ته ورته، د دواړو هېوادونو، بدلېدونکې اړیکې د افغانستان د سیاسي وضعیت د پېچلتیا څرګندویي کوي.
ښاغلی کرزی که له نړۍوالو مشرانو سره هر ډول اړیکي ولري، که هر څومره یو له بل سره ترخه شي بیا هم د واقعي سیاست غوښتنه دا ده چې سره به لاس په لاس پر مخ درومي. که د دغو اړیکو د توضیح له پاره یوه ظاهراً نا مناسبه تشبیه وکاروو د افغانستان حکومت او نړۍواله ټولنه داسې دي لکه دوه تنه چې هر یو په یوه پښه ګوډ وي او امسا و نه لري. که دغه دواړه کسان غواړي چې ، که په ستونزه هم وي، څو قدمه واخلي مجبور دي چې یو پر بل تکیه وکړي یانې هر یو باید خپل ملګری د خپلو اوږو بار کړي، که نه دواړه لوېږي.
له بې ساري لفظي مشاجرې وروسته، ځینو امریکایي چارواکو وانګېرله چې کولای شي له ښاغلي کرزي سره د قوت له دریځه خبرې وکړي خو واقعیتونو پرې ډېر ژر دا ومنله چې تر یو ځواکمن دښمن، یو بې ځواکه ملګری کېدای شي چې ډېر مجبوریتونه ایجاد کړي.
د افغانستان د کورنيو ستونزو په عملي ډګر کې امریکا ته د افغان ولسمشر سفر کوم خاص اهمیت نه لري. افغان حکومت د مخالفینو له ګواښ سره مخ دی خو د ترهګرو عملیاتو له ډېرېدو سره سره دا ګواښ دومره نه دی چې د حکومت موجودیت او حتی د حکومتې ادارې فعالیت تر پوښتنې لاندې راولي. همدا راز افغان حکومت لا تراوسه په دې نه دی بریالی شوی چې له خپلو نړۍوالو ملاتړو سره د باور بر بنسټ ولاړ مناسبات جوړ کړي خو لکه د امریکا سفر چې ثابته کړه، دواړه لوري، که و غواړي او که و نه غواړي، پرته له دې بله چاره نه لري چې ګوزاره سره وکړي. افغان حکومت له ګاونډیو هېوادونو، په تېره بیا پاکستان او ایران سره هم ګڼې ستونزې لري خو دا ستونزې هم د افغان حکومت له پاره کومه خاصه ننګونه نه پیدا کوي.
افغان حکومت چې ستونزه لري، او ډېره مهمه ستونزه لري، هغه له ولس سره ده. تر یو کال ډېر وخت وشو چې حکومت او په ټوله کې دولت په داسې بې مفهومه سیاسي لوبو بوخت دی چې د خلکو ژوند ته اصلاً متوجه هم نه دی. د حکومت او خلکو تر منځ واټن هره ورځ ډېرېږي. په همدې تېرو څو ورځو کې په لسګونو افغانان د ترهګرو عملیاتو و زمولل خو د هېواد پر عامه افکارو یې دومره اغیز نه درلود لکه د سرخرود عملیاتو چې درلود. اداري فساد د حکومت له ژمنو سره سره، یا شاید د حکومت د ژمنو له برکته، تر پخوا لا ډېر محسوس دی. د حکومت اداره، چې په خپل ذات کې هم بې کاره او ناوړه وه، د حکومت د جوړولو د ډرامې په اوږدېدو لا بېکاره او ناوړه شوې ده. پرمختیایي کارونه که په ټپه نه دي ولاړ، بیا هم د خلکو قناعت نه شي حاصلولای. تر ټولو بده خبره، هغه د بې تفاوتۍ احساس دی چې هره ورځ د افغانستان د اسلامي دولت د درې ګونو قواوو د سرنوشت په وړاندې د خلکو په منځ کې لیدل کېږي.
ښاغلی کرزی امریکا ته ولاړ. شاید ځینې سیاسي شننونکي، هم په کورنیو او هم په بهرنیو مطبوعاتو کې، دغه سفر بریالی وبولي خو د هېواد اصلي ستونزې لا پر خبل ځای دي. د کرزي د حکومت تر ټولو ستره ناکامي به دا نه وي چې وسله وال مخالفین یې څو ولسوالۍ، لا څو ولایتونه، په کامله توګه تر کنټرول لاندې راولي. د حکومت تر ټولو ستره ناکامي به دا وي چې ولس یې د لوړو ژورو په وړاندې بېخي بې تفاوته شي. ځکه چې دغه حالت به د دیموکراسۍ د اصولو هېرېدل او د یوې عملي دیکتاتورۍ د ایجاد فضا رامنځ ته کړي.