د ټوپکونو اوستاکاره !


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ولوله تنها
  • 338

تر يوې اونۍ ځنډ وروسته  د سهار اته بجې پوره کېدې چې د ټولګي په دروازه ورننوتم . له ټولګیوالو او ښوونکيو سره مي  سلام عليک او  روغبړ وکړ.
په تېره اونۍ کې چې د څه ناروغۍ له امله ښوونځي ته تللې نه وم ټولې ټولګيوالې مي تر سترګو سترګو کېدې .
د تفريح د زنګ له غږ سره له څو تنو ملګرو سره له ټولګې را ووتم . پرښتې مې په غاړه کې لاسونه واچول .
_ پوهېږي چې ازموينې ته څو شپې پاتې دي ؟ يوازې درې اونۍ . څه به کوو .
_ هممممممم ! څه به کوو نو کتابونه به لولو . زما خو نوټونه هم نيمګړي پاتې دي . زه به هغه هم ليکم .
_ نه ته راته يو ځل زمونږ په دغه کتابچو کې خپل يادګار وليکه ، بيا به شي . هغې راته وويل
ورته مي وويل : سمه ده راکړئ کتابچې .
پرلپسې درې څلور کتابچې يې زما مخ ته ونيوې .
_ اوهو دا تاسو څه کوئ ؟ دومره ډېرې ؟ما ورته وويل .
_دا خو  ستا دیوې اونۍ د نه راتګ سزا ده .
_خیر سمه ده پروانه کوي زه به یې کورته یوسم  او یاد ګار به درته پرې ولیکم.
شريفې را غږ کړ :
راځۍ نن د تفریح په وخت کې پیسې سره ټولې کړو   آش ، چپس ، او برګر به راوغواړو  ځکه یو درې اونۍ پاتې دي نور خو بیا ښوونځي ته نه راځو .
ورته مي وويل : سمه يو شل شل افغانۍ زرغونې ته وکړئ چې له چوکيدار نه څه راوغواړي .
زرغونه چې د ټولګي اول نمره وه ولاړه او چوکيدار ته يې پيسې وسپارلې . خو چوکيدار چې کله خواړه راوړل نوهغه وخت تفريح ختمه شوې وه او مونږ د حديث شريف د لوست د پاره کتابونه اړول را اړول .
د څلورم ساعت له پاى ته رسېدو او د قاري صاحب له ټولګي څخه تر وتو وروسته مو د کميا ليکلى کورنى کار د ښوونکې مخې ته کېښود .
تر لوستلو وروسته به يې ورباندې د لاسليک تر څنګ شباس او(( ملاحظه شد )) هم وليکل .
شپږم او وروستي ساعت ته مو ځکه د ا نتظار شېبې شمېرلې چې شپږم ساعت مو سپورټ وو او مونږ د سپورټ پر ځاى د خوړو غم خوړلى وو .
د کميا ساعت لا خلاص نه وو چې د ښوونځي په خوا کې درنې چاودنې مو د ټولګي له ښيښو پلوونه را ډک کړل .
د ښوونځي انګړ لوګيو په سر واخيست او له د باندې څخه د چيغو اوازونه راتلل .
که په دغه وخت کې ټلېفون کار نه واى پرې ايښى نو له باندې څخه د چيغو تر راتلونکيو اوازونو به خود د ټليفون هغه شرنګي زيات وو چې ټولګيوالو ته مي د کورنيو له خوا پرې په عاجله توګه ټلېفونونه کېدل . ځکه فکر کېده چې چاودنه په ښوونځي کې شوې ده .
نن ښوونځي د زنګ د وهلو پر ځاى د چاودنې په درز رخصت شوو او چا زنګ نه ګوتې ور نه وړې .
تر ښوونځي د باندې ټولې لارې بندې کړل شوې دي . د چاودنې په ځاى کې څو تنه ځوانان په وينو لړلي رغښتل . د مرستې چيغې يې وهلې . د انسانانو د وينو څه بل ډول بوى مي تر سپوږمو شو .
په تکليف مي ځان يوې خوا ته کړ .
يو بل وېرونکي اواز يو ځل بيا ولړزولم . خو چې د باران څاڅکي مي پر مخ ولګېدل پوه شوه چې تالنده ده . او اسمان هم د بې ګناه کسانو پر جسدونو اوښکې تويوي .
کور ته چې رسېدم توند باران مي توره چپنه په بدن پسې نښولولې وه . د څپلو يوه تمسه مي هم شکېدلې وه چې لا يې له امله ختې را بادېدې .
په کور کې مي له اته کلن ورور پرته هيڅ څوک هم نه وو پاتې ټول راپسې ښوونځي ته تللي وو . او هغه وخت يې نو زه په مړو حسابولوم .
ماخوستن مي چې کتابونه را وخيستل يوازې د يوې ملګرې کتابچه چې د يادګار ليکلو د پاره يې راکړې وه د کتابونو پر سر پرته وه .
ژړا راغله نه پوهېدم څه پرې وليکم.
زړه مي راټول کړ او په غټ خط مي ورباندې وليکل .

  د ټوپکونو اوستاکاره !
 د ښوځوانانو خون به ستا په غاړه وينه .