زور


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اسدافغان
  • 382

دښار د مخكمې ودانۍ مخې ته كرولا موټر ولاړ و، نور څوك نه تر سترگو كيدل خو لوړ ځوان موټر ته نږدې ناست و، څو شيبې ووتلي يو نيم كس راپيدا شو چې د ودانۍ مخې ته به اخوا ديخوا كيدل ، لوړ ځوان سپينې نوي جامې  او واسكټ پر تن وو، د څيرې نه ډير مغرور مالوميده ځوان څو شيبې همداسې ناست و او
په سوچونو كې لاهو و، سگرټ يې بل كړ او په سوچ كې لاهو شو، د لوړ ځوان پلار د خپلي سيمې د زور او زر خاوند و، د خپل كلي ملك هم و، چې څه به يې زړه وغوښتل كول يې پر چا يې زړه نه رحميده،خداي ورته د تيږې
زړه وركړي و، هغه بله ورځ يې د يوه غريب كليوال ادم خان پر ځمكه ناخقه دعوه كړي وه، چې دا ځمكه زما ده،ځمكه د ملك كور ته نږدي وه ، ملك صيب ته يې خوند وركړي و تر څه خبرو او لانجو وروسته يې خبره مخكمي ته راغله قاضي څو ورځې وروسته ورته اخيرنۍ فيصله اوروله، مشر قاضي هم د ملك صيب د دوستانو څخه و،
لوړ ځوان هم پلار راليږلاي و چې د قاضي سره خبره پخه كړي، د مخكمي دروازه خلاصه شوه موټر پر دروازه ننوت او ځوان هم ورپسې روان شو، د موټر څخه قاضي ښكته شو ، د قاضي سپينه لنډى ږيره او سپين ويښتان و ،
جامې يې سوتره و،تور رنگ كړي بوټان يې پښو و، ځوان قاضي ته ورمخته شو،ترجوړ تازه وروسته يې ورته په غوږ كي څه وويل ،قاضي او لوړ ځوان يوه گوښه ځاي پر خوا روان شول، لوړ ځوان وويل:
 پلار مې وايي كه په هر قيمت كيږي دا فيصله بايد زما په گټه وكړي، كه داسې نه شې نو بيا مي خلكو ته سترگې هم ټيټيږي، چې يو غريب تري دعوه وگټله.
او ځمكه بايد ضرور زما شې_قاضي وويل: بې غمه شه چې زه ژوندي يم هر څه به كيږي.
 څو شيبي يې سره نورې خبري هم وكړي اخير تري ځوان راپاڅيد قاضي سره يې خبره نوره هم پخه كړه،
ځوان د ودانۍ څخه راووت د خپل موټر څخه يې توره كڅوړه راواخيسته او ودانۍ ته بيرته ننوت، قاضي ته يې كڅوړه ونيوله او ويې ويل:
پلار مې ويل كه دا پيسې كمې وې نو بيا نورې درليږم،پوره دوه لكه افغانۍ دې، قاضي هم كڅوړه ورواخيسته
او د واسكټ پر جيب يې ننويسته،او ويي ويل:
خير دي همدا اوس بس دې ،كنه زه دومره لږې نه غواړم.
ځوان هم ورسره مخه ښه وكړه او ترې روان شو،،،،،،
ادم خان هم د كور مخې ته چورتې ناست و،په خپله كرونده كې يې سترگې گنډلې وې،د ادم خان د ځوانۍ دوران  تير و ، ويښته يې سپين شوي و او بدن يې هم ضعيفه و، له پلار نيكه څخه ورته دا څو جريبه ځمكه پاتې وه،ټوله ورځ به يې په ځمكه كې كار كولو ، كور كې يې څه نه لرل غريب او بې وسه و،په كوركې پنځه كسان و چې دوه يې كوچنې زامن او يوه لور وه ميرمن يې د پاخه عمرڅښتنه وه خو له وجود نه قوي وه، ادم خان د ملك خبرو ته زيات خفه و ،لار ترې وركه وه چې څه وكړي؟ نه يې زور درلود نه زر،يو څو ورځي تيري شوې سبا ته د مخكمي د فيصلې اخيره ورځ وه ، ادم خان سهار مهال د مخكمي په لور وخوزيد، سهار لا وختي و ، رسميات لا نه
ؤ شروع شوي، ادم خان هم تر ډيره د مخكمي ديواله څنگ ته ناست و، تر اوږد انتظار وروسته قاضي او د ملك صيب زوي راغلل لږه شيبه پس ادم خان هم  ودانۍ ته ورننوت ، د ملك زوي  ناست و، لوړ ځوان څيره
غوړيدلي ښكاريده او خوشاله و قاضي هم پر څوكۍ ناست و ،تر څو خبرو وروسته يې د ميز څخه فيصله راواخيسته  په لوستلو يې پيل وكړ، د قاضي په هرې خبري سره به په ادم خان خولې راماتې شوي په مخ كې به يېگونځې پيدا شوې قاضي وروستۍ  خبره وكړه:
دا ځمكه د ملك صيب خق دي مونږ ته هر اړخيزې څيړنې وروسته دا ځمكه د ملك صيب خق وگرځولو،،،
ادم خان د فيصلي وروستيۍ خبري سره راوغورڅيد او بې هوشه پريوت٠

٢٠١٠/٥/٧