د افغانستان په کورنیو چاروکې دایران لاس وهنې او دافغان دولت چوپتیا


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • سمون زرملوال
  • 280

په دې وروستیو کې دایران ولسمشر محمود احمدي نژاد ملګرو ملتونو ته لیک استولی، او په هغه کې یې له دغه سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان اوعراق په برخه کې څیړنې  وکړي.ده په افغانستان کې د ناټو د اعمالو په اړه هم د څيړنوغوښتنه کړې ده.
د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي منشي غږ کړی چې په افغانستان او عراق دواړو کې د غربي پوځي فعالیتونو د اهدافو په اړه خپلواک تحقیقات وشي.
نوموړی دا خبرې په داسې وخت کې کړې، چې په واشنګټن کې د اتومي وسلو او اتومي انرژۍ د مصونیت لپاره غونډه روانه وه.د دې غونډې د بحث یوه عمده موضوع د ایران اتومي هڅې وې.
نوموړي په افغانستان کې دناټو په عملیاتو دملکي افغانانو په مرګ ژوبله هم دتمساح اوښکې تویې کړې دي.
خلک پوښتنه کوي آیا افغانستان خپل حکومت نه لري چې غرضي ګاونډیان یې په اړه پریکړې کوي؟
تردې دمخه کابل ته ده دخپل سفر پرمهال هم په مطبوعاتي کنفرانس کې له افغانستان سره دمرسته کوونکو هیوادونو پر ضد احساساتي او پارونکې وینا وکړه او دافغانستان ستیج یې دایران په ګټه وکاراوو.چې دا دافغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه وه.
په مقابل کې افغان حکومت دایران ددغه رازکړنواو له افغان مهاجرینو سره ددغه هیواد دحکومت دظالمانه چلند په اړه هیڅ ډول اعتراض ونه کړ.که دافغان ولسمشر حامد کرزي په هغه ورځ دمیلمه پالنې د دود له مخې داحمدي نژاد خبرې په کلکه رد نه کړې باید وروسته او یا دده ویاند دایراني ولسمشر دغه بې مسوولیته او له دیپلوماتیک عرف نه لیرې خبرې په سختو الفاضو رد کړې وای.افغانانو تمه لرله چې ښاغلی کرزی به ایران ته دخپل سفر پر مهال له ایراني عصبي مشر څخه دغه غچ واخلي او هلته به دنړیوالې ټولنې په اړه دافغان دولت دریځ څرګند او په دې توګه به زموږ ددغه غرضي ګاونډي دمداخلې لاسونه لنډ کړي ،خو له بده مرغه داسې ونه شول.دادی اوس دغه زموږ غمخور په بهر کې دافغانانو وکالت کړی او له ملګرو ملتونو څخه یې زموږ په هیواد کې دبهرنیو ځواکونو په اړه دڅیړنو غوښتنه کړې ده.په کار وه چې دافغانستان حکومت په کابل کې دایران سفیر دبهرنیو چارو وزارت ته احظار کړی وای او په دې اړه یې دافغانانو سخت احتیجاج ورته څرګند کړی وای.
ایران دافغانستان هغه ګاونډی دی چې په هغه هیواد کې میشت افغان مهاجرین یې نه یوازې دزده کړو له حق څخه محروم کړي بلکې دټولو بشري موازینو او نړیوالو قوانینو خلاف چلند ورسره کوي.دوی وړم کال په سخت ژمي کې افغان مهاجرین له ایرانه وشړل یوشمیر یې بندیان او یوشمیر نور ووژل.چې له امله یې دافغانستان دکابینې دوه وزیران سلب صلاحیت شول.
دادی اوس اوس ایراني حکومت ۴۷ تنه افغانان اعدام کړل چې دیوشمیرو جنازې افغانستان ته راوړل شوې او دری زره نور افغانان دایران د دار رسیو ته ولاړ دي.له بلې خوا ایران پخپلو سرحدونو کې ترهګرې ډلې روزي او بیا یې افغانستان ته د ورانکاري لپاره را استوي،څو څو ځله ایرانۍ وسلې ونیول شوې، دلته دسرک دغاړې ماینونه ټول له ایران څخه راځي،دځانمرګو بریدونو مواد په ایران کې برابريږي په دې ورستیو کې دهیواد جنوب ته دایراني وسلو سیل ټولو ته ښکاره شو.
دتعجب خبره خو داده چې ولې افغان حکومت دایران ددغسې ګامونو په اعتراض کې کوم ګام نه اخلي؟
دشنونکو په باور یو علت یې دادی چې په اوسني افغان حکومت کې هغه ډلې چې دایران حکومت روزلې دي ډیر واک لري،هغوی نه پریږدي چې افغان حکومت ددوی دبادار خوا بده کړي.
زموږ ټول ولس اوس او پخوا دایران په شومو نیتونو پوهیده ،دوی له خپل حکومت څخه غوښتنه کوي چې ددغه ښاغلي خوله بنده کړي او دایران حکومت پر خپل ځای کینوي او نور دازاد افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.دافغانستان خلکو خپلې حافظې له لاسه نه دي ورکړي،پوهیږي چې اوسنۍ زیاتره ستونزې یې دغرضي ګاونډیانو له خوا ورته جوړې شوې دي ،دوی خپل دوست او دښمن ښه تشخیص کولای شي.