د نن سبا سیاست ته سیاست خان ووایه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • احمد مجیب بیاباني
  • 1004

سیاست خان او عامی ګل : دا دواړه په يوه د ښونځي په پای کې په اړونده يو محفل کې سره وپېژني . د ټولو تر منځ سر ښوونکی چې خبرې خلاسې کړي ، نو سم دستي ورپسې د تکړه تکړه زده کوونکيو نومان اخلي ترڅو د لومړۍ درجې زده کوونکيو ته انعامات ورکړي . په همدې خای چې انعامات ېې لاپورې نه وي وېشلي ، سیاست خان او عامی  ګل يوبل سره خبرو په وخت کې هر يو د خپل ښه بیانوي ، يو له بل نه ځان تکړه ورمعرفي کوي او وايي چې ما سږکال ټاپ کړی ، او ته پوهېږې چې سږکال سرښوونکي زه په ځانګړي ډول خپل کورته مېلمه کړی يم . عامی ګل چې دا واوري ووايي !
ياره ما هم دا وخت تېر کړی دی ، ته اوس ټاپ کوې ؟ زما دا لسم ځل دی چې لسم کې لسم پورې ټاپ کوم . په همدې ځای د هغو ټول چې په ريښتيا ېې ټاپ يا تر ټولو ښه ځلېدلي ، سر ښوونکی ېې نومان واخلي او ووايي : ټول دې د سټېج سر ته راشي او خپل بر ی لیکونه او ډالۍ دې ترلاسه کړي .
سیاست خان چې عامي ته ډېرې باټې وهلي وي نو له ځان سره کړي چې تر څو عامی راڅخه پوښتي زه باید ورته داسې ووايم .
سیاست خان : (په خندا) لکچې زما نوم ېې هېر کړ که څنګه ؟ خیر زه بیا وروسته چې کورته ورغلم سرښوونکي نه هرڅه اخلم . آن يوه ښکلې ډالۍ ېې راته ساتلې ده .
عامی پوه شي چې سړی تشپاڼی دی نو ورته مخ بېرته کړي ووايي :
عامی ګل : ضرور به ېې اخلې ، ته ېې چې وانه خلې زه ېې واخلم؟؟ هاها ، خیر دا راته ووايه چې ستا نوم سیاست خان ولې دی ؟ ايا سیاست سره دې د مور که دې د پلار شوق ؤ چې په تا غوندې ټاپو ېې شل کوله ؟
سیاست خان : هو ريښتيا داسې خبره وه چې کله مې پلار سیاست ته ورته نو په هاغه وخت کې مې پلار ډېر وږی ، تږی ، او غریب و ، دیاړي ېې هم کوله او ډ‌ېر وخت به اوزګار ګرځېده د کوڅې ماشومانو سره به ېې لوبې کولې . اورېدلي ېې و چې سیاست کې پيسې دي ، خو چندانې ورپسې ګرځېده نه .  خو بیا هم ټک سره وننوتلی دی .
عامی ګل : ټک سره ؟ څنګه ؟
سیاست خان : هو ته خوغوږ شه د پلار د زیار کیسې مې واوره ..
عامی ګل : هو ووايه ولې نه !
سیاست خان : پلار مې چې تر څلورم ټولګي ورسېده نو سبق ېې نیم کې پرېښود او تنګ شو ښوونځي نه وتښتېده . خو يو څو جوارګره دوستان ېې درلودل ورته ېې يوې هډې کې د دیاړي او ټک و ټوک کار جوړ کړ هلته هم چېرته ېې چاړه باندې څوک وهلی ؤ ترې خلاس شو خو يو بل چا ورته چېرته د ګوګړو کارخانې کې کار پیدا کړ ، دی چې هلته ولاړ څو ملګرو سره ېې لاره جوړه کړه څو ماشینونه ېې تاله ترغه او پيسې ېې کورته راوړې . خو  دی پولسو وینو چې وېل ېې ستا د دوکې سیاست ډېرزده دی ولې ترافیک نشوې؟ څو میاشتو نه وروسته چې د جېل نه راووت ، د خپل پخواني سیاستي ملګري ېې له ځانه سره راټول کړل او وېل ېې چې حکومت نه خپل حقوق غواړو ، دا حکومت خراب دی . اخر ېې حکومت نړېدو ته نژدې کړ ، ته پوهېږې د حکومت په نړېدو کې زما پلار ډېر لوی لاس درلود نو ځکه خو بیا د نړېدو نه وروسته دی د سیمې مشر شو او جنرالۍ نه ېې هم تېره کړه پيسې شوې چې زموږ دوه کورونه لس ملي بسونه ، شل دوکانونه او همداسې نورې پيسې په بهرنیؤ بانکونوکې لرو . خو چې طالبان راغلل دا هرڅه ېې زموږ خراب کړل . پلار به مې وېل چې سیاست ته سیاست خان ووايۍ ځکه چې سیاست کې خانخاني پرته ده پيسې خو ټولې سیاست والو سره وي . اخ چې ځوی مې پیدا شو نو نوم به ورباندې سیاست خان ږدم چې دی هم  سیاست خان له لارې خانۍ ته ورسېږي . په هماغه وخت چې طالبان راغلل نو زه پیدا شوم او پلار مې په ما دا نوم کېښود .
عامی ګل : ښه والله ماته دې د سیاستو ماما کیسه راپیاد کړه ..
سیاست خان : ښه هغه څنګه ؟؟
عامی ګل : هغه داسې چې يو کس و ځانته ېې سیاستو وېل ، د سیاستمدارانو غوړې خبرې ېې هم ډېرې زده وې ، او هر کله به ېې وېل چې لامبو مې زده ده په سلو میترو سیند کې هم نه ډوبېږم  او ځان وېستی شم . بله ورځ چېرته سیند ته ورګډ شوی و کله چې منځ ته ورغی بیا نو لاس او پښې ترې هېر ې شو ې او ځان ېې نشو وېستلای ، په هماغه وخت مې پلار تېرېده چې دی ېې اوبو کې لیدلای و چې مرستې پسې ېې چغې وهلې ، پلار مې ورغږ کړی و چې سیاستو ماما تا خو وېل چې لامبو دې زده ده اوس ځان راوباسه .
سیاست خان : بیا څنګه شو ؟
عامی ګل : نو بیا څه ؟ هغه کوڼ و ، غږ ېې نه اورېده لاړ ډوب شو .
سیاست خان: نو ستا پلار ولې ورسره د راوېستو مرسته ونه کړه ؟
عامی ګل : ته په سد ېې ؟؟ د پلار مې چې څه زده نه وي هغه سره کار نلري ، د پلار مې نه لامبو زده وه او بیا په دومره غټ سیند کې ؟ فکر وکړه فکر ...
نو وروره سیاست خانه ! ته د خان په شوق سیاست ته ورنشې ، ځکه چې د ډېرو غوږونه کاڼه شوي ، ستا به هم غوږونه ، سترګې ، او خوله له کاره ولوېږي خو په ځانګړې توګه غوږونه به دې بیا د عوامو غږ نه اوري . بیا به څه کوې؟ 
سیاست خان : نه ياره ! دا سې به ولې کېږي ؟ ته ما نه پېژنې زه د ګلم ټول خان ځوی يم . هغه خو ټاپ نه ؤ کړی ، ما خو بیا ټاپ کړی دی .