د افغانستان په اړه د مليباند څرګندونې او اعترافات


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • الحاج فضل الله رشتين
  • 216

د انګلستان د باندنيو چارو وزير ديويد مليباند  د نيويورك  رويو  آف بوكس The New York Review of Book   ورځپاڼه كې په خپله اوږده مقاله كښې په دې خبره اعتراف كړى   دى چې د افغانستان په اردو او حكومت كښې د پښتنو برخه ډيره لږه ده.
ميليبانډ همداشان نورې  ډيرې څرګندونې او اعترافات كړي  دي چې غواړم دده په  يو څو څرګندونو  رڼا واچوم. .
1- د افغانستان په ملي اردو او حكومت كښې د پښتنو ونډه :
  مليباند ويلي دي چې د افغانستان په اردو او حكومت  كې د پښتنو ونډه لږه ده .
 د مليبانډ ددې څرګندونې په  اړه بايد وويل شي   چې په بن كښې چې كوم  ناقص يعنې نيمكړی  حكومت جوړ شو نو  دا د انګلستان ، امريكی  او بين المللي ټولنې په مرسته ،  همكارۍ  او خوښه جوړ شو. پوښتنه داده چې  داسې نيمكړی حكومت  ولى جوړ شو  او ولى داسې يو حكومت  د افغانستان په ټول ملت وروتپل ش ؟ . دلته مقصر همدا بين المللي ټولنه ده. په حكومت كښې كليدي وزارتونه يوې ډلې ته وركړل شول  چې له دې سره په هيواد  كښې د  سياسي ډلو تر منځ   انډول كډوډ شو.بې عدالتي وشوه ، د قانون بى احترامي وشوه او   د مستحقو  خلكو حقوق  تر پښو لاندې شول.
دا خبره چې پښتنو ته په اردو او حكومت  كښې ډيره لږه ونډه وركړ شوه ، دا خبره خو   ټولو  هغو  ملي  او سياسي  شخصيتونو له اول سر نه كوله   چې د افغانستان په سياست كښې يې عمرونه  تيركړي  او سرونه يې سپين شوي  وو .هرڅوك په دې پوهيدل چې دا حكومت يو  ناقص حكومت دى او ټولې سياسي ،  جهادي   ډلى او  ملي   شخصيتونه پكې  برخه نه لري .    ښاغلى ميليباند نهه كاله پس دې خبرې ته متوجه شوى دى چې په اردو او حكومت كښې بايد پښتنو ته ډيره ونډه وكړ شي.  كوم وخت چې  د بن په غونډه كښې د افغانستان د پاره حكومت جوړ يده  نو په هغه وخت كښې توني بلير د انګلستان صدراعظم   او  جورج بوش د امريكې جمهور رئيس ؤ.  دغو دواړه مشرانو د افغانستان   د  سرنوشت  په ټاكلو  كښې  لوى لاس او رول  درلود . دوي  د افغانستان د ستونزې د پاره د  يو  دايمي حل فكر ونكړ  بلكې  دوي داسې فكر وكړ  چې  د طالبانو نه پس چې هر حكومت منځ ته راځي  نو  هغه به د خپل قدرت  ريشې په ټول افغانستان كښې  و غزوي او  د خلكو د منلو وړ به وګرځي. دا يو ناقص فكر او سوج ؤ. كه دوي غوښتلى چې يو دايمي حل منځ ته راشي نو دوي ته پكار وه چې  ټولې سياسي  او ملي ډلې يې د بن په غونډه كښې شاملې كړې وې .
په تيرو څو كالونو كښې  له بده مرغه  د ناټو قواو  د پښتنو په سيمو ړندې بمبارۍ وكړې او همداشان  يې  د خلكو  كورونه   بې مورده  تالاشي كړل  . كه دا كار يې نه وې كړې نو دخلكو په زړونو كښې به  خارجي قواوپر  ضد  احساسات  پاريدلى نه وى او طالبان به بيا  په دومره قوت  سره سر  راپورته كړی  نه وې

هر چاته معلومه ده چې ملي اردو د يوې ډلې په لاس كښې پاتې شوه ، پښتنو ته پكښې  سمه او برابره   برخه  ورنكړل شوه نو همدا يو اساسي علت دى چې د افغانستان اردو تر اوسه پورې  په خپلو پښو ونه دريدله. أفغانستان يوه قوي اردوددرلوده . د ظاهر شاه د پادشاهۍ په څلويښت كلنه دوره كښې د افغانستان اردو  جوړه شوه دا اردو  د نجيب  د واكدارۍ  تر پايه  په خپلو پښو ولاړه وه خو د نجيب  له سقوط سره سم  دا اردو له منځه لاړه او بيا تر اوسه پورې هغه  شان قوي اردو جوړه نه شوه. فكر كوم دا يو عمدي او قصدي كار ؤ چې  په اردو كښې دپښتنو برخه  لږه شي . په دې كښې خارجي طاقتونو لاس درلود .
 اردو د يو هيواد ستون فقرات تشكيلوي ، كله چې دا ستون فقرات معيوب يا بيكاره شي نو بيا  وجود مقاومت كولاى نه شي . همدا شان  د ظاهر شاه په وخت كښې زمونږ هيواد  روزل شوي  ملي پوليس درلودل خو متأسفانه اوس  هغسې روزل شوي پوليس نه لرو 
مليبانډ  همداشان  د دې  خبرې  يادونه كړې چې په حكومت كې هم د پښتنو ونډه لږه ده .
د نومړي دا خبره په ځاى ده ، په حكومت كښې په رښتيا هم د پښتنو برخه لږه او ناچيزه وه . كليدي وزارتونه يوې ډلې ته وركړل شول چې  دا كار  د پښتنود نارضايتئ سبب شو او ددې نارضايتئ په پايله كښې د وخت په تيريدوسره  ستونزې  لازياتې شوې . كوم پښتانه چې په حكومت كښې شامل شول زياتره يې د خپلو شخصي ګټو په خاطر له ملي ګټو تير شول . په دوي كښې رشوت خواره او چاپلوسان هم شامل وو چې لا تر اوسه په حكومت كښې د مقامونو خاوندان دي.
هغو پښتنو سياسي څيرو ته   چې واقعا د پښتنو نمايندګي كوي ، هغوي په نظر كښې ونه نيول شول. او اهميت ورنكړ شو.
  
. 2- د جكړې پيل  او پاى :
  ښاغلي مليباند  ويلي دي چې  امريكې او انګلستان په افغانستان كې  جكړه نه ده پيل كړې . په نوييمه كې   د طالبانو حكومت له  اسامه بن لادن او د القاعدې سره مرسته وكړه . په امريكه كښې چې د سبتامبر د 11 پيښه وشوه نو پلان يې په افغانستان كښې جوړ شوى ؤ. ښاغلي مليبانډ زياته كړې ده چې دى اوس په دې خبره بحث نه كوي چې ولى   او څرنګه په افغانستان كښې  جكړه  پيل  شوه بلكې دى غواړي په دې خبره تأكيد وكړي چې څرنګه امكان لري چې دا جكړه پاى ته ورسي . نوموړي د سياسي لارې د  افغانستان  د ستونزې د حل د پاره پيشنهاد كړى دى .
  د ښاغلي مليبانډ د پورتنئ څرګندونې په اړه بايد ووايو  :
 چې  لومړى   بايد  د جكړو د پيل علتونه وڅيړل شي اوبيا د هغې په رڼا كښې د جكړې د پاى ته رسولو  لارې چارې ولټول شي .
كله چې روسانو په افغانستان كښې ماته وخوړه نو  بين المللي ټولنې  افغانستان ته شاه كړه  او ددې هيواد په بيا ودانولو كښې يې دلچسپي ونه ښودله. نتيجه دا شوه چې په هيواد كښې د مجاهدينو د بيلابيلو ډلو تر منځ جكړې پيل شوې. په زرهاو بيګناه افغانان ووژل شول  .   بين المللي  ټولنې  له لرې نه  ددې وژنو تما شا كوله.  كه چيرې بين المللي ټولنې توجه كړې وې او افغانستان  ته يې شا كړې نه وې نو نن به دا حال نه ؤ.  بين المللي ټولنې د څه د پاره افغانستان ته شا كړه؟ آيا بين المللي ټولنه نه پوهيده چې د افغانستان كاونډي هيوادونه په افغانستان كښې سوله او استقرار نه غواړي ؟ آيا بين المللي ټولنه په دې نه پوهيده چې د افغانستان كاونډي هيوادونه د خپلو خپلو ګټو او اهدافو د پاره  په فكر كښې دي؟
كه بين المللي ټولنې افغانستان هير كړی نه وې نو نه به د مجاهدينو د بيلابيلو ډلو تر منځ جكړې شوې وې او نه به هم دطالبانو ډله منځ ته راغلى وې .
اوس چې بين المللي ټولنه په افغانستان كښې موجوديت لري نو هغه  بيلابيلې ډلې چې د يوبل وينې يې څښلې  اوس  له يو بل سره يوځاى د يو چتر لاندې ناستې دي او س كه چيرې  بين المللي ټولنه له افغانستان څخه خپل پوځي او ملكي پرسونل   بهر كړي نو بيا به د  همدې  ډلو تر منځ جكړې پيل شي .
زه فكر كوم چې بين المللي ټولنه په دى كښې مقصره ده چې د نجيب د حكومت د نسكوريدو نه پس يې افغانستان ته شا كړه. دا كار يې بايد نه وې كړى.
زه فكر كوم  چې دا هم يو عمدي كار ؤ چې بين المللي ټولنې افغانستان ته شا كړه ، هدف دا ؤ چې په افغانستان كښې د بيلابيلو ډلو تر منځ د جنګ جكړ و ميدان تود شي  او پخپله  هغو اهدافو ته ورسي كوم چې يې په  پلان كښې وو.
له هغو اهدافو څخه  دا لاندني اهداف يادولى شو :
1-  لومړ ى  هدف دا ؤ چې مجاهدين  قدرت ته ونه رسي او په سيمه كښې يو اسلامي  حكومت منځ ته را نه شي.
2- دو هم هدف دا ؤ چې  امريكې  او ناټو  ته په  افغانستان كښې د نا امنۍ او جنګ جكړو په پلمه  د  قواو د ليږلو او ځاى په ځاى كيدو  لار هواره شي.   
3-  دريم هدف دا ؤ چې  امريكې او ناټو   د القاعدې د تنظيم د تروريستي   فعاليتونو د بندولو په پلمه  په سيمه كښې  نفوذ پيدا كړي. 
كه څه هم  امريكې  او ناټو  پورتني درې اهداف  تر سره شوي دي خو د طالبانو د مقاومت په نتيجه كې امريكې او ناټو ته سخت درد سر رسيدلى او دې ته مجبور شوي دي چې په څه طريقه خپلې قواوې له افغانستان څخه بهر كړي.همدا وجه ده چې مليباند اوس  په  سياسي حل زور اچوي .
 
3- سياسي حل : 
ښاغلى ميليبانډ په سياسي حل تاكيد كوي او وايي چې سياسي حل بايد دوه بعده ولري .
اول دا چې په سياسي پروسه كښې ښايي افغاني  بيلابيلې خواوې شاملى شي او مركزي حكومت بايد په كافي اندازه قوت او مشروعيت ولري چې  وكولاى شي  له بيلابيلو داخلى او خارجي  تهديداتو سره مقابله وكړي .
دوهم دا چې  د افغان حكومت  بايد  داسې يوه پاليسې جوړه كړه كړي چې د هغې  له مخې  د افغانستان كاونډي هيوادونه دې ته وهڅول شي يا مجبور ګړا ى شي چې د افغانستان استقلال او ځمكني تماميت   ته احترام وكړي او د افغانستان په داخلي چارو كښې له لاس وهنو څخه لاس واخلي.
پورتنئ دوه نقطې ډيرې مهمې دي . كه دا دواړه نقطې په نظر كښې ونيول شي او عملي شي نو دا به د ستونزو د حل په لار كښې مثبت ثابت شي.
د افغانستان د پاره  يو قوي او مشروع حكومت  چې په داخلي او بين المللي سطح ټولو ته د منلو وړ وي او وكولاى شي له ټولو خارجي او داخلي ستونزو او تهديداتو سره مقابله وكړي ضرور دى.
دوهمه خبره  د افغانستان په داخلي چارو كښې د كاونډيو هيوادو لاس وهنه ده . دا بايد بنده شي .

4- په افغانستان كښې  د خارجي  قواوله  موجوديت سره د افغانانو مخالفت : 

ښاغلى ميلابانډ په خپله مقاله كښې د افغان انكليس جكړو ته اشاره كړې او اعتراف يې كړى دى  چې افغانان په خپل هيواد كښې  دخارجي قواو له موجوديت سره مخالف دي  ، نو بهتره داده چې قدرت افغانانو ته  وسپارل شي  تر څو دوي پخپله حكومت وكړي.
ښاغلي ميليبانډ په افغانستان كښې  په نونسمه پيړۍ كښې د انګريزانو او په شلمه پيړۍ كښې د روسانو  ترخو تجربو ته هم  اشاره كړې  او ليكلي يي دي چې
د افغانستان د حالاتو د عادي كيدو د پاره يواځنۍ لار داده چې افغانان پريښودل شي چې خپلې چارې  پخپله  اداره كړي ، دخپلو كليو اوسيمو  امنيت پخپله ونيسي .  نوموړی ددى كار د عملي كولو د پاره له افغانانو سره له بهر نه  د سياسي، اقتصادي  او نظامي مرستو وړانديز كړى دى . ده زياته كړى ده چې افغانان په خپله خاوره كښې د اوږدې مودې د پاره د خارجي قواو او جنګياليو  موجوديت نه شي  زغملى  او نه هم ورته ضرورت  لري .
زما په نظر   ښاغلي ميليبانډ په خپل پورتني  پورتنى  اعتراف كښې ډير ځنډ كړى دى ،  ، ده ته  او د انګريزانو نورو چارواكو ته پكار وه چې له اول  سر نه  يې دا فكر كړی وې چې په افغانستان كښې مسائل  او ستونزې د جكړې له لارې  حل كيداى نه شي ،   بلكې دې كار  ته  سياسي حل پكار دى . كيداى شي مليباند دا څرګندونې په دى خاطر هم كړې وي چې په انګستان كښې  صدراتي انتخابات را نژدې دي او د افغانستان جكړه په انتخاباتو لوي اثر لري. ډير شمير انګريزان په افغانستان كښې د خپلو سرتيرو د وژيل كيدو  مخالف دي او له حكومت څخه غواړي چې دې بې معنى جكړې ته د پاى ټكى كيږدي.

ميليبانډ همداشان  په 1989 م كال له افغانستان څخه د روسي قواو د وتلو يادونه كړې ده او ليكلي يي دي چې روسانو په افغانستان كښې  د خپلو قواوو له ايستلو نه پس  په هغه هيواد  كښې  د نجيب تر مشرۍ لاندې يو كمونيست حكومت  په قدرت كښې پريښودچې تقريبا درې كاله يې دوام وكړ . كرملين د نجيب حكومت ته دا مشوره وركړه چې " كمونيزم  له ياده وباسي ، سوسياليزم هير كړي ، اسلام ته رجوع وكړي  او له قبائلو سره ځان نژدې كړي. خو د نجيب حكومت  نه شو كولاى چې د خارجي مرستو پرته دوام وكړي. كله چې بوريس يالتسين خپلې مرستې د نجيب په حكومت بندې كړې نو د هغه حكومت  سقوط وكړ.   
د مليبانډ  خبره سمه ده چې  د نجيب حكومت د خارجي مرستو د بنديدو په  نتيجه كښې سقوط وكړ خو  هلته يو څو نور فكتورونه هم وو چې په لاندې ډول دي.

1-  مجاهدينو  څوارلس كاله ددغه رژيم په مقابل كښې جهاد كړى ؤ كه روسانو د نجيب په  حكومت خپلې مرستې بندې كړی هم نه وې نو دغه حكومت سقوط كولو.
2- دوهم دا چې  د نجيب د حكومت د نسكورولو د پاره په داخل كښې توطئه جوړه شوه . دوستم له نجيب سره مخالف شو او د خپلې كټې په خاطر يې ورسره خپله پخوانۍ  دوستي وشولوله .  ببرك كارمل  له  نجيب څخه د انتقام اخيستلو په خاطر د هغه د حكومت   د نسكورولو د پاره يوه جبهه جوړه كړه چې په دې جبهه كښې زيات شمير پرچميان  شامل وو چې له هغې  ډلې څخه يو ډير شمير  د افغانستان په برحال حكومت كښې په نظامي او ملكي ادارو كې مهمې وظيفې لري ، دريم  دا چې شهيد احمد شاه مسعود هم د نجيب د حكومت په نسكورولو كښې د دوستم او ببرك له مرستو برخوردار ؤ .  د دوستم او ببرك  له مرستو پرته د  نجيب د حكومت د نسكوريدو امكانات ډير لږ وو.
جنګ سالاران :
مليبانډ د خپلې مقالى په يوه بله برخه كښې دى خبرې ته اشاره كړې ده چې افغانان له جنګ جكړو نه ستړي شوي دي . دا فغانانو اكثريت طالبانو ته په ښه نظر نه كوري خو كله كله چې  دوي  د  جنګ سالارانو  ظلم زياتي ته وكوري نو د خپل ځان ددفاع په خاطر له طالبانو څخه مرسته غواړي او هغوي ته پناه وړي. .
د مليبانډ اشاره جنګ سالارانو ته ده . دى اوس دى نتيجې ته رسيدلى دى چې جنګ سالاران په افغانستان كښې د سولى او امنيت په لار كښې يوه ستره ستونزه ده . دلته بايد ددې خبرې يادونه وشي چې په افغانستان كښې  همدې جنګ سالارانو چې ده ورته اشاره كړې ده  ،  د بين المللي ټولنې په موجوديت كې  دومره قوت موندلى دى  . د طالبانو په وخت كښې دا جنګسالاران   يو خوا بل خوا پټ  وو خو كله چې بين المللي ټولنه افغانستان ته راغله نو همدا جنګ سالاران وو چې  هر څه ورته په اختيار كښې كيښودل شول. اوس ددغو جنګ سالارانو لر كول يا كوښه كول كوم آسان كار نه دى.

5-  اداري فساد :
ښاغلي مليبانډ په افغانستان كښې اداري فساد ته هم اشاره كړې ده او ويلي يې دي چې د افغانستان 95% خلك په خپلو سيمو كښې عمده ستونزه اداري فساد ګڼي . ده ليكلي دي چې په ځينو سيمو كښې افغانان د كال 100 ډالره  رسمي مامورينو ته رشوت وركوي چې كارونه يې اجراء شي . ده زياته كړې چې جمهور رئيس كرزي  وعده كړې ده چې د اداري فساد د له منځه وړلو د پاره  به جدي اقدامات كوي ، خو بين المللي ټولنه به د جمهور رئيس د دې  وعدې  د عملي كولو انتظار باسي او وبه كوري  چې دى خپلو  خبرو ته د   عمل جامه وراغوندي  يا نه  .
6-  د كرزي ضعيف حكومت :
ښاغلي مليبانډ  د جمهور رئيس كرزي ضعيف حكومت ته هم اشاره كړې او ليكلي يي دي چې  دده حكومت د حكومت كولو له قابليت  څخه بې برخې دى.
بيايې  د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کوته نيولې چې له تقلب او تزوير سره يو ځاى وو .
د ښاغلي مليبانډ  دپورتنئ خبرې په اړه بايد وويل شي چې  د نړۍ تقريبا 45 ستر هيوادونه په افغانستان كښې موجوديت لري ، دې هيوادونو ته پكار وه چې د جمهور رئيس كرزي له حكومت سره يې صادقانه مرستې كړې وې او ده ته يې د سمې حكومت دارۍ د پاره  ښې مشورې وركړې وې او له بلې خوا يې دده په حكومت  له اول سر نه فشار راوستې وې چې  په قاطعيت سره كار وكړي.
اته  نهه كاله تير شو . اوس بين المللي ټولنه  متوجه شوې او له جمهور رئيس كرزي څخه غواړي چې سمه حكومت داري و كړي او د اداري فساد مخه ونيسي.
اته كاله د مخه كله چې د نوي حكومت  بنسټ كيښودل شونو ددې بنسټ خښته كږه كيښودل شوه . جمهور رئيس كه اوس هر څومره كوشش وكړي او هر څومره  هلې ځلې وكړي نو د خپل حكومت كږه  ودانۍ سمولې نه شي.  ددې حكومت د بنسټ د خښتې په ايښودلو كښې بين المللي ټولنه مسؤليت لري

7- د جمهور رئيس كرزي د حكومت لاس ته راوړنې :  

 ښاغلي مليبانډ  له بلى خوا  په تيرو اتو كلنو كښې هغو لاس ته راوړونو ته اشاره كړې چې په بيلابيلو عرصو لكه تعليم او تربيه ، روغتيا ، د مخدره موادو سره مبارزه  او نورو حياتي عرصو كښې  د كرزي صاحب حكومت  د خارجي قواوو په موجوديت كښې  لاس ته راوړي دي.  ده زياته كړې ده چې كه بهرنئ قواوې په افغانستان كښې موجوديت نه درلودى نو طالبانو به په آسانئ سره كولاى شواى چې كابل تر كنترول لاندې راولي او همداشان به ترقياتي كارونه په ټپه ولاړوې .
د مليبانډ دا خبرې  واقعيت لري. كه خارجي قواوې په افغانستان كښې موجوديت نه درلوداې نو نن  به په كابل كښې د جمهور رئيس كرزي  حكومت  په قدرت كښې نه وې . مونږ افغانان ډيرې ترخې تجربې لرو . مونږ وليدل چې  په هيواد كښې بيلابيلې سياسي ډلې له يو بل سره  د حكومت د جوړولو په سر جكړې وكړې ، ددوي تر منځ په هيڅ خبره  اتحاد او اتفاق  رانغى . دا د بين المللي ټولنې د قواوو زور ؤ چې دا جنګي ډلې يې سره په يو تغر كينولې .
 تر څو چې د افغانستان ملي اردو ،  ملي پوليس  او امنيت غښتلى شوى او په خپلو پښو دريدلي نه وي تر هغه وخته پورې خارجي قواوو ته سخت ضرورت  ليدل كيږي.  بين المللي ټولنه هم په دې خبره پوهيږي چې كه  دوي له افغانستان څخه خپلې قواوې   په  فوري ډول بهر كړي نو القاعدې ته به دا زمينه مساعده شي چې په افغانستان كښې نور زيات شمير  طالب او عرب  جنګيالي وروزي  او يو ځل بيا افغانستان د ترهګرۍ په ستر مركز بدل كړي.  په اوس  وخت كښې د القاعدې او طالبانو   پوځي مراكز د افغانستان له سرحدونو څخه هغه خوا د پاكستان په خاوره كښې  پراته دي او بين المللي ټولنه  د پاكستان په حكومت فشار راوستى دى تر څو دغه مراكز له منځه يوسي.
امريكه او د امريكې دوست هيوادونه غواړي چې د القاعدې د تنظيم له تهديدونو څخه خلاصون ومومي او په دى مطمئن شي چې القاعده نور نه شي كولاى له افغانستان او پاكستان څخه په دوي  باندې دحملو پلانونه جوړ كړي  غربي نړۍ په اصل كښې   غواړي چې دا سيمه د ترهګرۍ له ځالو پاكه كړي.
 
8-  د بن موافقت نامه :
ښاغلي مليبانډ د بن موافقت نامې ته اشاره كړې او اعتراف  يي كړلى دى  چې دغه موافقت نامه نيمكړې   او د افغانستان د ستونزې د  سياسي حل د پاره  يوه غير متوازنه موافقت نامه نه وه . د شمال ټلواله بن ته د افغانستان د نويو واكمنانو په حيث راغلل . خو  دوي د پښتنو په شمول د افغانستا ن د نفوسو د اكثريت نمايندګي نه كوله. دا خبره سمه ده چې طالبان د بن په غونډه كښې برخه من نه شول خو د  افغانستان په جنوب ، شرق او نورو برخو كښې  نورې  ډيرې  با نفوذه  او مستحقې ډلې     هم  په غونډه كښې د نمايندګۍ له كولو څخه  بې برخې پاتې شول .
د مليبانډ پورتنی اعتراف  دا واقعيت په ګوته كوي چې د بن  په موافقت نامه كښې  له پښتنو  سره  سخته جفا شوې ده ، ددوي حق خوړل شوى او نا انصافي شوې ده ، كه دا كار نه وې شوې نو نن به دا حال نه ؤ.   ښاغلي مليباند ته بايد وويل شي چې  د انكلستان پخواني صدراعظم او نورو چارواكو  له پښتنو سره په دې نا انصافۍ او جفا كښې لاس درلود .
    
8- د بن د غونډې نه پس په كابل كې د دوو جرګو دائريدل 

ښاغلي مليبانډ  هغو دوو جرګو ته هم اشاره كړې چې د بن د غونډې نه پس په كابل كې جوړې شوې. نوموړي ويلي دي چې په دغو دوو جرګو كې هم  د قبائلو  ، ملي او قومي   مشرانو او شخصيتونو ته  خاصه توجه نه ده شوې.د ميليبانډ    د  دې  ستونزې   اصلي  علت  په حكومت كې د اداري فساد او د جنګسالارانو د قوت او قدرت   شتون   بللى دى.
همدا اصلي ستونزه ده چې په جرګو كې هغه خلكو ته برخه نه وركول كيږي چې د خلكو واقعي نمايندګي كوي . كوم كسان چې په غونډو كښې برخه اخلي ، زياتره يې هغه كسان دي چې له حكومت سره اړيكې لري  او د حكومت د پاره او د حكومت د پاليسيو د تأئيد د پاره كمارن شوي دي .
كه  په يوه جرګه كښې د ملت  واقعي  مشران ، سپين ږيري او مخور برخه وانه خلي نو هغه جرګه كاميابيداى نه شي ، د جرګې د فيصلو نتائج به لكه د بن د غونډې د فيصلو د نتائجو په څير نيمكړي  او بې دوامه وي .
د جمهور رئيس كرزي  دولت په نظر كښې لري چې راتلونكې مياشت  په كابل كښې د سولى يوه جرګه  چې 1400 كسان به پكښې برخه ولري جوړه كړي .
په دغه جركه كښې  كه د ولس واقعي نمايندګان برخه ونه لري نو نتيجه به يې منفي وي . هيله ده ې په دې جرګه كښې به هغه  مشران او د ولس   استازي برخه ولري  چې د بن په غونډه كښې يې حضور نه درلود.
 
9- واليانو او ولسوالانو ته زيات  اختيارات  وركول :
ښاغلي مليبانډ  واليانو او ولسوالانو ته د زياتو اختياراتو د وركولو غوښتنه كړې ده .
د مليبانډ دا پيشنهاد سم دى خو په دى شرط چې واليان او ولسوالان د پاك نفس خاوندان وي او له خپلو امتيازاتو څخه ناوړه استفاده ونكړي. مونږ وينو او اورو چې يو شمير واليان خيانتونه كوي ، دولتي ځمكې نمرې كوي او هغه په خلكو خرڅوي او پيسې يې په خپلو جيبونو كښې اچوي ، همداشان  نور غير قانوني كارونه سرته رسوي . ځيني ولسوالان هم ليدل شوي دي چې د رشوت خورۍ په كار يې  كښې  شهرت  موندلى دى خو څوك نشته چې پوښتنه وكړي .

خداى دې وكړي چې د مليباند  څرګندونې او اعترافات په نظر كښې ونيول شي او  عمل پرې وشي .    
ددې لپاره چې د افغانستان بيلابيلو سياسي ، اقتصادي ، امنيتي  ستونزو ته د حل لار پيدا شي نو له  پورتني ټول بحث څخه  دا لاندني څو مهم ټكي بايد په نظر كښې ونيول شي ::
*  په حكومت او اردو كې دپښتنو د برخې يا ونډې  ډيريدل.
*   په دولتي ادارو كښې د اداري فساد په ضد جدي مبارزه او عملي اقدامات كول.
*    د مخدره موادو د قاچاق په ضد واقعي او رښتينې مبارزه.
*   د افغانستان په كورنيو چارو كښې د همسايه هيوادونو د لا س وهنو مخنيوى.
*    د هيواد د  ملي  مسائلو په حل كښې له قومي او ملي مشرانو  سره سلا مشورې .
*   له ټولو دوستو  هيوادو سره د دوستۍ د ساتلو او ټينكولو په خاطر د يو متوازن سياست غوره كول.
*    د مخدره موادو د قاچاق او تجارت مخه نيول .  دهغو  لوړ پوړو چارواكو توقيفول  او محاكمه كول چې د مخدره موادو په تجارت او قاچاق كې لاس لري.
*   د مركزي حكومت د قدرت  او حاكميت د مزيو ټينكول او مضبوطول او په ټول هيواد غزول ..
*    په دولتي  ادارو كښې د جنګسالارانو د نفوذ مخه نيول .
*    د  دولتي چارو په سرته رسولو كښې له صداقت ، ايماندارۍ او اخلاص  څخه كار اخيستل.
*    د يوى قوي او په خپلو پښو ولاړې اردو د جوړولو د پاره جدي هلې ځلى او توجه  كول .
*    د ملي پوليسو د روزلو په كار كښې توجه او فعاليت كول .
*    د استخباراتو د ادارې  د پياوړتيا  په كار كښې هڅې كول.
*    د ناټو د  قواوو لخوا د ړندو بمباريو مخه نيول او بندول.
*    د اجرائيوي ، مقننه او قضائية درې ګونو خواو و  ترمنځ د تفاهم او هم غږۍ د فضا پيدا كول. .
*  له مخالفينو سره  د سولى د خبرو د پاره جدي اقدامات كول .
*  د افغانستان د بيلابيلو قومونو تر منځ د ورورۍ ، تفاهم ، همكارۍ ،  اتفاق او اتحاد د  ټينكول.