پر ملالۍ شينوارې شينواري وزمه تېزاب پاشي


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند زیار
  • 243

په افغانستان کې پر ښځو د کيميايي تېزابو پاشنه څه له پاسه څلوېښت کلنه مخينه لري چې لومړۍ پېښه يې پر ١٣٤٧ل. په کابل او وروستۍ دا يې تېرکال په کندهار کې شوې وه، خو،که مرسل احمد زۍ ځنې جلاکړو، د ژبني تېزابو د پاشنې وياړ يوه ننګرهاري او بياشينواري وګاټه!
دا څه پاموړه نه ده چې نوښتګر دې هرو مرو ذبيح اله يا کوم بل طالب مجاهد اوسي او د شېخانو چکونه به په جېبونو کې ګرځوي ،خو له دې هم نټه نه شي کېدای چې يا يې له ورته ډبرپېري(دورحجر) اندتوګې آره اخېستې او يايې هم تر شاکومې دښمنۍ تربګنۍ ، ځاني، رواني...انګېزې ټيکاو در لودلی دی. دغه خوارکي څومره لټون پلټون کړی چې د ملالۍ خورکۍ آره او ريښه ځانته جوته اوپه خپراوي سره يې خپله اېشنده يېنکۍ سړه کاندې!
هو، که پايله چپه ختلې وای، نو بيايې په ژبني هغو خوا نه سړېده او هرو مرو يې د کيميايي هغو چاره کوله، ځکه له نيکونو نيکونو د نږه او سوچه شينوارې غږ ولې له بي بي سي رادېو او ولسي جرګې پورته شي. د دغې ناسوچه شينوارې تورسرې تر څنګ بيا  پر يوه ناست سوچه شينواري له ټولې ((جلادي)) مخينې سره د آی.اېس.آی د استازي په توګه، تېزاب خو پرځای پرېږده چې د يوه ګل ګوزار  هم نه کوي!
دانګرېز دښمني خو، تر نوي جهادي-اېمپريالېستي دولته کلونه کلونه له مخه، ان هغه مهال پر دوستۍ اوښتې چې اووګونو جهادي مشرانو ترې د تېرو درېګونو((رښتينو ازاديپالو جهادونو)) له کبله بښنه غوښتې وه او دايې هم له نورو اوتو بوتواو ساټو باټو سره نړيوالې رادېوپه خپل خونديځ (ارشيف) کې ور خوندي کړې ده.  پخپله بي بي سي ورباندې دومره ګرانه وه چې بهزادي ته يې د((دالندن دی...)) انانس له کبله په ښاديانه ډزو هرکلی ويلی وو!
ايا دا دومره نابښل کېدونکې ګناه ده چې د دغې رادېو لپاره يې د اوغز يا باندر څېړۍ پر سر- واښه پرشا خوارو ځارو ښځمنو پرځای له ښارمېشتو ښويو ښاکو استازو سره مرکه کړې، او بيا يې دا ګناه چې مور يې پلانۍ نومېږي او پلار يې پلانی، هغه هم تنظيمي نه، بلکې ماشينی ډګروال دی... .
پر ١٣٤٢کال چې د ملالۍ مور و پلار ي لا ماشومان ول، په اودلخېلو او باندر کې زما د ژبنيو او ګړدودي څېړنو يوه برخه  دځانګړو شينواري نرينه او ښځينه نومونو کښنه وه. که څوک د هماغه کال هېوادورځپاڼې پيدا کاندې، ورته به پته ولګي چې د ملالۍ د موروپلار تر هغو هم ډېر په زړه پورې ول. دېګان پښتانه ناپښتنو ته وايي چې له آره پارسي نومونه ده او راوروسته پر دهقان راوښتې ده. د پخوانۍ لوی ولسوالۍ په اړونده سيمه کې له تيرايي ژبو پرته چې هغوی هم له دوه درو پېړيو راهيسې پښتو د خپلې ژبې ځايناستې کړې، د مومند درې پر ولسوالۍ سربېره نور هم زياتره مومند، او بيا د نورو زړو پښتني ټبرونو پاتشوني دي. تورک-مغولي هغه خو که کومه کورنۍ نيمه راپاتې وي، له ورايه پېژندل کېږي.
رادې غاړه په مندېزو شينوارو کې تر پورېغاړو هغو هم ډېر ناشينواري ټبرونه رااخښل شوي چې همغه سوچه يې هم له ځان سره خرخشن کړي دي؛ د سوچه قوم و نژاد خوبونه له هېتلر سره تاريخ ته سپارل شوي دي.  په دې توګه د دې خاورې هر بچی ايوب نومېدای شي او هره بچۍ يې ملالۍ، که هغه رښتينې دېګانه ملالۍ جويا وي،يا ملالۍ کهيواله، په بله وينا، جغرافيايي ملالۍ شينوارې!
لکه څنګه مې چې هسې په تېرکې ګران او منلي ((لونګ)) ته لنډ ګنډ کښلي ول، له آر ليکونکي هم دا څواړخيزه پوښتتنه کوم:
- ايا د يوه چا، هغه هم ديوې ښځمنې پر انساني کرامت داسې سخت تېری او دانګنه په کومو پښتني، افغاني،اسلامي، نړيوال- بشري اوبيا ليکوالي- رسنوالي ارزښتونو او قوانينو توجيه کولای شي؟
 په هره توګه، زما په څېر ډېری بې پلوه هېوادوال باورلري چې دا بېساری بلوس او تېری د ملالۍ پرځای پخپله د ليکوال  وګړه(شخصيت)، که يې ولري،له خاورو سره خاورې کوي او پرده به يې په همدې کې وي چې د درغلي نامه((شمشاد)) تر شا ځان همداسې پټ وساتي، او اړوندې اوبپاڼې يې هم په داسې اوتو بوتو خپل رسنيز(ژورنالېستيک) پت و پرستيژ نور زيانمن نه کاندې!


     په ټوله پښتني او انساني پېرزوينه
        ستاسې د ټولو زيار