بلا


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • آرش ننګیال
  • 425

کله چې د کابل پر سر، د جنګونوله وېرې نه  کلي ته کډه شولو، که څه هم چې د کلي ژوند څه بل ډول ښکاریده، خو د ښار له ژوند نه ډېر خوندور و. شودې، مستې، پلوه پتي، بزګري هرڅه کې راته خوند ښکاریده، اصلي خبره دا وه چې موږ په ښار کې یو ډول نادیده لوی شوي وو، په کلي کې مو ښه ډېره ځمکه، باغونه او دېرې درلودې، خو په کابل کې  به کرايي کورونو پسې مو جوړه، جوړه بوټونه زړه ول، لمړی خو نه پیدا کېده، که پیدا به شو، نو شل شرطونه به یې اېښودل، هم به مو پسې ورکولې او هم به مو زارۍ ورته کولې، په کلي کې هرڅه پریمانه وو. خو موږ نابلده وو.

  زموږ په شان ډېرو کورنیو له جنګونو نه کډه کړې وه، له کابل نه  یو کوچېدلی ځوان یوه ورځ په شړمبو کې ډوډۍ چوکه کړه، چې ډېر وخت به خلکو ورته دا پېښه یادوله او خندل به یې. خو د( بلا ) کیسه بیا  ډېره په زړه پورې وه، یو وخت داسې هم راغی چې زموږ یو کليوال چې هغوی هم له کابل نه راکډه شوي وو، په خپله یوه جریب ځکه کې یې پالیز کښت کړ، پالېز د هغوی و، خو پخېدو ته یې موږ ورځې شمارلې چې څه وخت پخېږي.
یوه ورځ چې پالیز رنګ وهلی و، له ملګرو سره مو پلان جوړ کړه چې نیمه شپه ورځو او ښې هندوانې شکو، چې پخې شوي دي او کنه، په ټاکلي وخت ټول ملګري راټول شولو یو کس مو په پالېز ته غلا ته ولېږه او نورو لارڅارله، ګورو چې یوه غټه هنداونه یې غېږه کې نیولې ده او موږ خوا ته روان دی، د غټې هندوانې په لیدو خوشاله شولو، خو کله چې رڼا ته لاړ ګورو چې غټ پټ کدو دی.
څو ورځې ورورسته نیمه شپه کلي کې د خلکو چغې پورته شوې، په بېړه له کور نه ووتم ګورم چې په کلي کې منډې رامنډې دي، چې لږ وړاندې لاړم  زموږ کلیوال یانې د پالېز خاوند سخت وارخطا دی او په لاس کې یې بېلچه ده، مڼدې وهي، بلې خوا نه غږ راځی او وايي چې:
ـ هله ټوپک راوړﺉ.
بل وايي :
ـ پام چې ډزې ونه کړﺉ! کنه ټول کلی به ورباندې تبا کړﺉ.
حیران وم چې څه خبره ده، د پالیز له خاوند نه مې پوښټنه وکړه چې څه خبره ده؟
 هغه چې پېڅې یې بډوهلې وې او وارخطا ښکاریده د شهادات په ګوته یې اشاره وکړه :
ـ ړوند یې؟ هغې بلا ته وګوره!نژدې یې خوړلي و.
دې خبره سره مې اندامونه زیږه شول، ګورم چې غټ غبرک شي چې څلور پښې، غټ سر. اوږده لکۍ لري، د پالېز ترڅنګ ولا دی، خو هیڅ شور هم نه خوري، کرا، کرا خلک ډېرېدل، چا به ویل چې سپي ورپسې خوشې کړﺉ! چا به ویل چې په ماشینې یې ووهلﺉ، چا به څه او چا به څه ویل. خو پای کې مشرانو وویل، چې ټول خلک دې  خپلو کورنو یا جومات ته لاړ شي، کله چې خلک کورونو یا جوات ته لاړل، نو یو کس به بام ته ورپوته شي چې بلا سمه ښکاري شي او دوه کسان به یې وولي، داسې نه چې بچ شي او نورو خلکو ته زیان واړوي، د پالېز د خاوند د کور ورورسیتۍ برخه بلا ته ډېره نژې وه، خو دې وخت کې د کلي یوه ځوان په خندا وویل:
ـ داسې نه چې بل څه وي، لانجه راته جوړه نه شي.
چې د خبرې سره ټولو ولاړ کسانو ځوان ورته برګ، برګ وکتل، خو خلکو ته یې شک پیدا کړ، یو شمېر کسانو د پالیز خاوند ته وویل ، ته بام ته ورپورته شه چې یوه خو به بلا سمه ښکاره شي، بل داسې نه چې بل څه وي او د ځوان خبره رښتیا شي، که بلا وه نو بیا به یې ویشتل اسانه وي او د بچېدو امکان به یې هم نه وي. د مشرانو خبره ومنل شوه. ټول په وېرې د کلي جومات ته ننوتل ، ور او کړکۍ یې په ځان پسې بندې کړې او ټول کړکیو ته غونډ شول.
دوه کسان له ماشینو سره د بلا مخامخا یوه بام ته ورپورته شول، چې همدې ځای نه یې وویلي، د پالېز د خاوند کور چې بلا ته نژې و، له ورېرې نه خپل کور ته نه شو تللی او د کور خلک د باندې نه شو راوتلی، بلاخره د کور ور یې ورته خلاص کړه او دی په یوه منډه کور ته وردننه شو او له واره ور پسې ور بند شو، لږه شېبه  ورورسته له لاټین سره بام ته په وېره، وېره ور پورته شو، همدا چې لاټین یې بلا خواته ورځولنډ کړ، ټول حیران دریان شول، چې نا څاپه د خندا غږونه پورته شول، ګورو چې کټ ودرول شوی دی، یو سرته یې بالښت اېښی دی چې سم دم د بلا سر ورنه جوړ شوی او روجايي د کټ بل سر ته د بلا لکۍ جوړه شوې وه، د پالیز خاوند په خندا، خندا وویل:
ـ  کټ په خپله ما دلته کېښود چې پالېز کې ویده شم، زه چې کورته اوبو پسې لاړم، بیرته چې راغلم کټ نه بلا جوړه شوې وه.

آرش ننګیال
2010ـ03ـ29. کابل