کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

 

غزل

لاره کې زه ورک شومه که لاره رانـــــــــه ورکــــــــه شوه

مینه کې زه سپک شومه کــــــــه مینه رانه سپکه شوه

 

خاندئ د سپرلي  مـــــــرغـــانو خدای دې مبارکه کړي

سرې پښـــــې او تــــــورې سترګې زرکه مو ملکه شوه

 

اوښکې مې له ځمکې په سجدو باندې راټولې کړې

مینه وه چې لاندې وه چې پــــورتــــه شوله کرکه شوه

 

واوښتې یرغل ته چې د هغه غرڅنۍ ستـــــــــرګـــــې

ویلې شوم په ځان کې سره سکروټه سړه ځمکه شــو

 
زموږ سره مو اړيكې زموږ خبره كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور  ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې.