کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

 

غزل

کټ مټ په حسن کي پوره دا ستا په شان غـــــــوندې دی

ستورو په تاسو کې دایو مې د جانان غـــــــونـــــــدې دی

 

یوه اسره د خپل میــــــــن زړه پـــــــــه ګــــوګــــــل کې لري

دلتـــــــه مـــې کــــــــلي کې دایو سړي د ځان غوندې دی

 

وشوه موده چې پرې د ښـــــــــکلو بنـــــــدیـــــــزولګېده

زمـــــــا دا زړه هــــــــــم د ویجاړ افغانستان غوندې دی

 

بس د هر چا لاس په کې پروت دی اوشکوي یې ترېنه

زما وطن د ملامت سړي ګرېوانــــــه غـــــونـــــــدې دی

 

د چا د مرګ په فیصلو کې خــــو یـــــــــې مـــــــه را اخله

تاته د خپل فکر کتاب هم د قــــــــران غــــــونــــــدې دی

زموږ سره مو اړيكې زموږ خبره كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور  ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې.