كور پاڼه
كــــــور پاڼه  
زموږ هدف
زموږ سره مو اړيكې

تنده د سمسور ویب پاڼي په مالي لګښت يې چاپ شو

 
 

فراق، وصال، غم، خوشالي، درد، اوښكې، انسانيت، سړيتوب، په ټوله كې د انساني ژوند ټول مسائل د شعر په ژبه اود هنر پرمت د الهام د شاعرۍ منځپانګه جوړوي. الهام زلمى دى خو شعرونه يې لكه زاړه شراب انسان په هوا كوي او په خيال كې ورته جنت او دوزخ ورښكاره كوي. كه نا اشنا كس د الهام شاعري ولولي نو دا په يقين ويلى شم چې وايي به، شاعر يې د ژوند ډېرې ترخې او خوږې څكلي او بوډا به وي.
الهام زلمى دى خو د زلمو په شان د هوس او مينې غلامي نه كوي، الهام وصال نه غواړي ځكه چې تنده يې ماتېږي، غواړي چې په دردونو كۍ ژوند تېر كړي او د نورو له زړه او دردونو نه ځان خبر كړي، له دردونو نه خوند واخلي، الهام سيمه ييز فكر نه كوي هغه نړيوال فكر لري، ځكه خوانسانيت ته شعر وايي، سړيتوب ته شعر وايي، مينې، محبت ته شعر وايي، مخكې مې چې وويل د هوس غلامي نه كوي نو د مينې په شعرونو كې يې هم د انسانيت او سړيتو ب ډېر لوى پيغام نغښتى دى. نصرت الهام د خپل زړه په وينو ليكلي شعرونه اوس، اوس په دوو ټولګو كې چې يو يې زاړه چا شوي شعرونه دي او ( ولې دې نيمه لار كرې پرېښودمه) په نوم په يوه شعري ټولګه كې له سره له نويو زياتونو سره چاپ كړي دي او بل كتاب يې د ( تنده) په نوم نوې شاعري ده چې د فرهنګ پال او پښتون پال زلمي سمسور حبيبي په مالي لګښت يې چاپ كړى، زه ورته د زړه له كومې مباركي وايم، لوستونكو ته دومره وايم د نصرت الهام شاعري و لولئ او خوند ترې واخلئ.


په ځوانۍ اوشاعرۍ يې بركت
به درنښت آرش ننګيال

بېرته شاته
افغاني شعرونه
د چنار لاندې بنډار
ادبي ليكنې
ټولنيزې ليكنې
پښتو ژبه او ادب
اسلامي لارښونې
د كوچنيانو لپاره
ا دبې مرکې
كره كتنه څېړنه
لنډې كيسې
خبرتياوې گزارشونه
تاريخي ليکنې
د ليكنو ارشيف
مباركۍ
نوي شعرونه
 د ښاغلي سيد كريم خوستى شعرونه
18.12.2011
ښاغلي غلام محمدکاماوال شعرونه
17.12.2011
د ارواښاد عبدالهاشم دولت زی شعرونه
16.12.2011
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه
03.10.2011
د ښاغلي تازه خان ويال شعرونه
14.09.2011
ښاغلي عزت الله شمسزي شعرونه
28.06.2011
د ښاغلي نصرالله حافظ شعرونه
28.06.2011
د اعلاناتو ځاى
  زموږ سره مو اړيكې زموږ هدف كــــــور پاڼه  
Copyright © samsoor.com All rights reserved webmaster@samsoor.com  2006-2012 Designed by Rohi.af