لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
جانان
  نېټه: 07.01.2009  

ځان مي شي هيرخونه هيريږي جـــــــانـــــان

په زړه مې ډير ډير راوريږي جــــــــانــــــــــان

کله چي زه ترې خولګي وغـــــــــــواړمــــــــه

لکه  ماشوم  مروريږي  جــــــــــانــــــــــــــــان

يوازي  نه  ځي مــــــازيــــــــګر ګــــــــودرتــه

له  پښتني مورنه  ډاريږی جـــــــانـــــــــــــان

چي نيمه شپه سپوږمۍته وګـــــــــورمـــــه

راته سپوږمۍکي هم ښکاريـــــــږي جانان

چي  يې  په  ټوکو پـــــــه ګــــــــل و ولـــــمه

ځان سره پټ زړه کې ځوريږي جـــــــــانـان

چا راته  مينه  له  نــــــــظره کــــــــــــړ لــــــه

رانه خپـــــــه پــــــــه څنـګ تيريږي جانان

چي دزړه سواندګل په وربل کې نه ږدي

دابه  له چا دومره  ويــــريــــږي جـــانــان

 
بېرته شاته