لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
غزل
  نېټه: 28.04.2020  
د مینې، د وصال او د پیوند په ارمان ژوند کړي
زموږ د وطن خلک خو د ژوند په ارمان ژوند کړي

د جنګ په معما خوب ورشي سهار هم دغه سوال وي
د دې ځواب به نو څوک کړي را څرګند؟ په ارمان ژوند کړي

باروت او پرمختګ خو لکه اور، اوبه بدمرغ دي
زموږ خلک دعا کړي د اوربند په ارمان ژوند کړي

نو دا څه زنده ګي ده په هر کور کې بوره ناسته
که سوله راغله وبه کړي ډېر خوند په ارمان ژوند کړي

وعده راسره نه کړي او دروغ نه راته وایي
عصمت دی لېونی، ستا د سوګند په ارمان ژوند کړي
 
بېرته شاته