لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 15.03.2019  
چلن بازي د یار د سترګو څه عجب کیـف لري
د هر یو خپل د یار تر څنګه هر یو شب کیف لري

ستا د ناتارو زلفو شپه کې را ایثـار ښـه یمه
پریـده دا نـوش پیـمانه داسې لبا لب کیف لري

د عقل څه مجال چې سوال کوي دفکر نـه مې
چې په مستۍ کې د نازکې څه ادب کیف لري

مرۍ مې وچه ښه ده ساه مې په رفتار کې ښه ده
ستا په باران کې د راتلو دغه دب دب کیف لري

د نازولو ستـم وړم بـه تـه بـیـغـمـه اوسـه
لکه چنار لـکـه نښتر ځـوانۍ په رب کیف لري

سرور بـه څـه وایم ښـکاره ده له ملا وپوښته
چې د نازکو حورو څه رنګـه یـې لب کیف لري
 
 
بېرته شاته