لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 15.03.2019  
نو چا پورې اوس وتړو خپل زړه خانه خراب
چې سپېنې خولې انجونې کړي کاته خانه خراب

شیخان ملامت ندي چې تسبو سره جام نېسي
حسین چې دا رقم کړي تله راتـله خانه خراب

څه شپه یخه څه ته تازه کوې نقش د نکریزو
دلبرې بل لونګ به مې کړي ښه خانـه خراب

د ژوند باریکي داسې وه حیرانه ته خبر یې؟
مثال یی د انګور چې شي وراسته خانه خراب

د حورو صیفت تا وکړ ملا خو چـې دا ولې؟
زما دلته شو ډنـډ دواړه لیـمه خانـه خراب

د هغې مـقدسې پستـې غیـګ نـه تر پاپیو
سروره لنـډه دا چـې دي هرڅـه خانه خراب
 
بېرته شاته