لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 15.03.2019  

 د مست باران په شور کې راترغاړې شه کفارې

هـوا ده واورې ووري را ولاړې شـه کـفـارې

لونـګ دې په ټاټر رازړولي زمـا لـه قـصده
زما په رقم ستا په خوله کې لاړې شه کفارې

لیمو کې دې سورخي ده په سورخۍ کې دې شراب
دې یخ بنده نه لږ غوندې رانغاړې شه کفارې

خو ته یې چې په هرڅنګه حـلاتـو تبسم کړي
بې تا خو یې قسم دی شونډې پاړې شه کفارې

سرور دی چې له تا سره یې ټول سرور ګټلی
ګنې نـو ژوند یـې بې کیفه اکاړې شـه کفارې
 
بېرته شاته