لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 15.03.2019  
ستا په نشتون مې خفګان دی او باران دی
تـا پسې مـې زړګی وران دی او باران دی

تـه د خـولې په لاړو حلق زمـا رالـونـد کړه
دغه هم یـو د خدای شان دی او باران دی

زنځېرې خط دې په مست قدم کې مات شه
سومره سخت دا امتحان دی او باران دی

اوس بـه څـنګ شـي انظاره راتـه وایـه
زمـا چــا سـره پـیمـان دی او باران دی

ستا د زلفو غېږ کې اؤر اخـلم لـه سوخته
ستا لبـان دي ستـا بیان دی او باران دی

سرور ورک د خپل سروره په خپل دنګ کې
لیـونـی اخـته پـه ځـان دی او باران دی
 
بېرته شاته