لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
تپوس
  نېټه: 27.11.2018  

د دې ځمکې او فضا نه

د دې شاړې او بيديا نه
د دې غرونو او صحرا نه
هرې خوانه له هر چا نه
تپوس وکړه
چې جنګ ښه دی او که سوله؟
د دې ښار له ماشومانو
د هر کلي له لويانو
په کيږدۍ کې له کوچيانو
په خپل کور کې له بچيانو
تپوس وکړه
چې جنګ ښه دی او که سوله؟
له يوې پېغلې له يو ځوانه
په هيواد کې له افغانه
کرونده کې له دهقانه
په نړۍ کې له انسان
تپوس وکړه
چې جنګ ښه دی او که سوله؟
له ګوټ ګوټ د دې وطن نه
له هر باغ او هر ګلشن نه
د دې ښکلي انجمن 
غم ځپلي هر يو تن نه
تپوس وکړه
چې جنګ ښه دی او که سوله؟
د شهيد له بوډۍ موره
د يتيم بچي له شوره
د باروتو له دې اوره
کور په کور له هره کوره
تپوس وکړه 
چې جنګ ښه دی او که سوله؟
له بيګاه نه تر سهاره
له هر کلي هره ښاره
دسپين ږيري بوډا پلاره 
د دې ښکلي ننګرهاره
تپوس وکړه 
چې جنګ ښه دی او که سوله؟

زما دشعرونو دويمه ټولګه
پاڼې د لونګو له کتاب څخه
 
بېرته شاته