لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 23.07.2018  
د اسمان په حورو شپه کړمه سبا
ولې نه رسمه بيا هم زه تر تا

بندګي ده سپين خالونه تر چاپير
څه په تېښته ده د دې سپوګمۍ رڼا

د نظر په سېورې ښه ډاډه يم چې
يم مست کړی زه د خپل وجود اروا

د غړوند توری مې ځکه باک ګڼلی
تر معنا يې ده تړلې زما سا

ته راځه فکر دې هم درسره راوړه
هسې هم خود ازاري ده په دنيا

د زاهد مريدي هسې نا معلومه
د ثمر خوراک يې چا کړی دی چا

تر سرمنې مې تاو خېژې وچه خوله يم
ډک سرور جام دې راواړوه پر ما
 
بېرته شاته