لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 23.07.2018  
پــروازونــه مې د خـیال پــه سر تــاویږې
بـې وزرو الــوت کــړي چـې را غــوزیــږې

لېوانــیــه لېــوانې خــویــونـــه پریږدۀ
پــه دې ښار کښې لــیـوانې اکثــر ورکیږې

دلــتــه هــر نــظــر چــې ګوری فـلسفه ده
څــوک چــې تــلې پــکې خـامـخا ډوبیږې

ا چــې تـــلــې نــو ایــمــان لــره خــطا دې
ورتـــه ؤګـــوره پــه لاره ځــې زنــږیــږې

دا خايست لره تا ايښی خيال يې ساته
پام چې خال دي اوس په اوښکو رالمدیږې

د جــمال زوال دي را پـــه مـــا یې وڅـښـه
وارخطایــم جام پــه لاس لاس مـې رپیږې

د کــچــه دېــوال مـثــال ستـا د سرور دی
بــې بــلــۍ ولاړ دېـوال ضــرور نـــړیــــږې

 

 
بېرته شاته