لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
غزل
  نېټه: 23.07.2018  
دلته دې یـو څو پۀ ګوتو شمار سړي
دغه پـۀ کښې دي صیُبه دکـار سړي

هسې پـۀ ظاهـیر د رڼــا  ډیر دې خو
دغـه دي یـو څـو  د شپې د لار سړي

هسې ساقــې هــر سړی نـشـه کـوې
مـا پۀ کښې چاڼ کړي؟د خمار سړي

یـآ نـاصـیـحه دغـه نـابـیـنا دي ټــول
څـۀ دي کـړه  بـینا هـغـه بـیـدار سړي

دلـته چـې میـلمـه کوربـه پـۀ منډه کۀ
دلتـه خـو یـو څو راغلـۀ لۀ ښار سړي

دغـه ویـران ښار تـه دې څوک راولې
د غـلتـه پـکار دي څـو فــنـکار سړي

دغــه اوس تــر ډانــګــه بــرابــر ګڼـه
خاوري شول هغه واړه هوښیار سړي

دا وطـــن سـروره مـعـــجـیـزي لــري
دلـتـه بـلــهـا اوخـتـل ،پـــه دار سړي
 
بېرته شاته