لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
غزل
  نېټه: 23.07.2018  
ستا بقا ده ستا دونيا ده
زما څۀ دي دا خوستا ده

د اځـل پــۀ بـرخــه رسې
کـنـۀ ښـه لويـه دونـيا ده

زۀ شکـې شومـه پـۀ دغه
دا ادم دې کــــۀ حـــوا ده

زمـا سر دۀ تـنــه پـرې دی
عجـيبه دۂ سـر ســودا ده

دا اسمان دې او دا ځمکه
بـيا هـم ورکه زمـا سا ده

دا حلال دي دا حرام دي
وايه چا د خولې وينا ده

تعبير څه کومه پير صيب
سپين کــاغز دی او رڼا ده

ستوري ښۀ دي پۀ مدار دي
خو سپوږمۍ ده ورخطا ده

هــغـــه وايــي ګنــهګار يــم
وايه خدايه چې د چــا ده

پــيــرزوينـې دې مــنــنــه
زمــا لــبــان دي ستا ثـنا ده

بنیادم یـمــه زۀ سپی یم
دا وينا مې څنګ خطا ده

که سرور يم که سءرور يم
بس; يــوه يې دا مـعـنا ده
 
بېرته شاته