لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 23.07.2018  
پـه تـا پسې مې تـرک شونډې چاودلې لونــګــیـنـه
په ډیر بد حال مې شپې په خوب لیدلې لونـګیـنـه

اخ ته راشه چې بوسه دې زه د دواړو لیمـو واخلم
اخ پـه ډنـډ ستـرګـو تــه ولې ژړیـدلې لــونــګـیـنـه

دا جـمـعـه اضطراب خو بـه ضرور سینـه را سیري
لــه مـا سـره چـې ورو. ورو بـوګنـیدلې  لـونــګیـنـه

د نــوي عـدت خـانــه د نـشـې پـه نــشــه ورک وې
د ځــان سـره اخـتــه وې زوریـــدلې لــونـــګـېـنــه

لږ مـا هم ته پرې پوه کړه خپلو شونډو پـه مسکـا
پـه څــه خـبـر سرور نـه شـرمـیـدلې لــونــګـېــنـه
 
بېرته شاته