لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
غزل
  نېټه: 23.07.2018  
چرته ما هم د خپل ذات په تهمت رنګ که
رانه ورک د خپل وحشي ايمان زړه زنګ که

فلسفه  کې  مې   درونغاړه   خاک  جوړه
خوشبوئې   په  ما  کې  ګډه  د  لونګ  که

د سور تال  سره  مې  واچوه  په  تال کې
د چا خياله  ما چا خيال  سره  په جنګ که

کوهي  قافه جوړ  د کاڼو که  د خاک  يي
لږ  راپورته  ته  د  خولې  نه  دې  اهنګ که

په دې  بې مجاله زړه  کې زړه  نا زړه شم
کنه وخته څوک په دې وخت کې څه ننګ که

که  ايات  هم په ما چوف  کې مګر تن  کې
زما  مړ سرور  يقين  نه  کړم که  شرنګ که
 
بېرته شاته