لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 23.07.2018  
عنايت  څه  معنا ده؟
محبت  څه  معنا ده؟

سجدې مونږ ولې کوو؟
عبادت  څه معنا  ده؟

طمعه  د  حورو  ولې؟
شکايت  څه  معنا ده ؟

زه چې رد ناخلم ځمه
جهالت  څه  معنا ده؟

محفل پرې ولې وران شي؟
مزمت  څه  معنا  ده؟

شيخه ستا څه رايه ده؟
قضاوت  څه معنا ده؟

پريکړه تر خپل مفاده
صقاوت څه معنا ده؟

جبر تشريح  د کفر
انسانيت څه معنا ده؟

بې روحه شي چې جسد
کفايت  څه  معنا ده؟

وا د  سرور  سروره
دلالت  څه  معنا  ده؟
 
بېرته شاته