غربت له تقاضا . ؤ که غربت کې تقاضا وا
شکست. باندې ړاندۂ ؤ که کڼه هره بلا وا
داظرف له اضطراب ؤ که داظرف ټول اضطراب ؤ
لبان يې په خوله نه ؤ که نا تش د خولې وينا وا
عقيد بې عقېدې ؤ که سجدې يې صحي نه وې
ممبر يې بې ملا ؤ که تعبې يې د ملا وا
په ړوند نظر يې تله ؤ که نظر ؤ ځنې پاتي
په تلو کې ستنېدۂ ؤ که راتلو کې به د چا وا
د حورو يې هوس ؤ که جنت ورځنې تنګ ؤ
ادم يې ملامت ؤ که خطا ټوله حوا وا
دا پنډ د زلفو تاو. ؤ که ؤ تاو د زلفو پنډ نه
سرور نه سرور ورک ؤ که سرور د سر سودا وا |