لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 06.07.2018  
د ریحانونو کر ته کومه لار ده 
له ژونده تښتم بیرته کومه لار ده

د آذیت د زندان بنده وره
ځم بې له تا بهر ته کومه لار ده

په خدای په دې لښکر مې نه دی پیرزو
دې خامکي عسکر ته کومه لار ده

چې دا سړی پکې په ما مئین شي
داسې خواږه هنر ته کومه لار ده

ماښامه ډېر درسره پاتې شومه
ووایه سپین سهر ته کومه لار ده

تپه تیاره شوله عیاره ځمه
رښتیا زمونږه ور ته کومه لار ده
 
بېرته شاته