لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 27.05.2018  
دا شکر دی چې بره دی که کته دی پرلت دی
ښکاره يې چغه پورته کړه همدا افغانيت دی

بابا د خداې په فضل ستا قدم باندې روان شول
بابا د انقلاب ناره ښکاره زمونږ قووت دی

منظور غوندې ځوانان دې خداې په لربرکې پيدا کړي
منظور غوندې ځوانانو ته د دې قوم ضرورت دی

دټولې نړۍ هر تاريخ ګوا مو پر تاريخ دی
پښتون رابيدار شوی فکر مکړه په غفلت دی

سروره ما په سور لباس کې ونغاړه خپل ځان
په خوله مې د نجيب غفار ګويانه حکايت دی
 
بېرته شاته