لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
غزل
  نېټه: 12.04.2018  
چې زړه مې د هغې د غاړې هار کې وي نو ښه وي
که دغسې پيرزو په کوم يو يار کې وي نه ښـــه وي

د یـار د وصــل رازه له خــــوږ زړه نو بهـــر مه ځه
خوږ بوی چې د ګلـونو انحصـار کـې وي نو ښه وي

نظر چې مې د یار په شونـډو ولګــــي نو ښـه شي 
"قانـع" چې د شاهانو په دربار کــې وي نو ښـه وي

وفــا له غنمرنــــګو نه!! توبـــه خدایه!! تـــــوبه!!!
دا تو کی چې د میـنې دې بازار کې وي نو ښه وي

خپــــــل زړه راته لګـیا وي هر سـهار وایي هــمدا
شرره چې نظـــر دې په اختیار کې وي نو ښــه وي
 
بېرته شاته