لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
غزل
  نېټه: 17.03.2018  
په تا پسې مې ټوله زندګي چپه چپه
راشنه دې شي په ټنډه زما ازغي چپه چپه

حيران شمه په غريو ځان سره ودريګم چې اې
دا چا کړله زما او ستا ياري چپه چپه

يو مسته موسيقي ده بل نڅا د ښاپېرکو
بيا هم ما کې پرته ده خاموشي چپه چپه

د چا د عمبري وجود خوشبو مې شي راياده
دا پاړ شونډې مې واخلي اصوېلي چپه چپه

ملا صاحب ما وليدل د حورو په اندرس کې
چې ډيرو پسې مات کړل خپل تندي چپه چپه

سرور دې د يوچا په التجا پسې وروتی
د چا په مناجات کې ګدايي چپه چپه
 
بېرته شاته